
د افغانستان بانک: نوي بانکنوټونه د بازار اړتیاوو ته په پام عرضه کوو
د کابل ګڼ اوسېدونکي، صرافان، هټۍوال، موټرچلوونکي او د توکو پلورونکي د زړو بانکنوټونو له ډېروالي شکایت کوي او وايي، د ورځنۍ راکړې ورکړې پر مهال د دغو پیسو کارولو له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. هغوی زیاتوي، په ټوله کې ټول بانکنوټونه زاړه شوي خو د نورو په پرتله لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون بانکنوټونه هومره زاړه شوي چې اصلاً د کارولو وړ نه دي. د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري وايي، دغه بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه چې یوه دنده یې د پولي سیاستونو طرح او د افغانیو بانکنوټونو چاپ او نشر دی د بازار اړتیا ته په کتو او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره نوي بانکنوټونه بازار ته تزریق کوي او په مقابل کې یې زاړه بانکنوټونه له بازارونو راټولوي. نوموړي هم له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د بانکنوټونو د ساتنې لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي، څو تر وخت وړاندې زاړه نه شي او په دې برخه کې خپل ملي مسوولیت ترسره کړي.