
افغانستان
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: د اسراییلو له خوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو غندو
شریعت: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراييلو له لوري د فلسطين د الاقصی جومات ته بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله.
شریعت: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراييلو له لوري د فلسطين د الاقصی جومات ته بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې اسلامي امارت د صهيونېستی رژيم د ملي امنیت د وزیر لخوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو غندي او دغه کار د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی ګڼي.
سرچينې زياته کړې، چې د فلسطین د سپېڅلو ځایونو هر ډول بې حرمتي لکه د الاقصی جومات په ګډون، چې یوه بېلګه یې ده، د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان همېشه د اسراييلو له لوري د فلسطين پر بې دفاع مسلمانانو ظلمونه او د هغه هېواد مقدسو ځايونو ته بې حرمتي غندلې او د مخنيوي په پار يې خپل غږ اوچت کړی دی.