اقتصاد او رغونه

د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د ریل پټلۍ د غځونې چمتووالی

د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت دفتر وايي، له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د ريل پټلۍ غځولو د نوې پروژې پلي کېدو ته ژمن دي. د دې پروژې پلي کېدو سره مرکزي او سویلي اسیا د افغانستان له لارې په نوې شبکې سره وصلېږي. ویل کیږي چې ددې پروژې په پلې کېدو سره قزاقستان د ترکمنستان او افغانستان له دې لارې پر منځنۍ اسیا سربېره له چین، روسیې او اروپایي بازارونو سر  هم ونښلیږي.په راپور کې دغه راز زیاته شوې، چې په دې پروژې سره به د افغانستان د کاني موادو په لېږد کې هم پرمختګ وشي. د راپور له مخې، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په لږ وخت کې سوداګریز توکي سوداګریزو مرکزونو ته رسیږي.د ویلو ده چې ددې پروژې له پیل سره به زرګونو کسانو ته کارموندنه هم وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button