مقالی اوتبصرې

د افغانستان نا امني غوښتونکي به خپله د اور خوراک شي

د افغانستان د حالاتو په اړه سالم قضاوت اوس د هرچا په ذهن کې موجود دی ځکه وینو چې د تېرو څلور نیمو لسیزو په پرتله نن سبا امنیت د ډاډ وړ او عام ولس خوشحاله دی ځکه د دوی فردي او ټولنیزحقوق د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې خوندي او په بشړ ډول تامین شوي دي، د کوکنارو کرکیله صفر شوې چې دا د فردي او ټولنیزو حقوقو د رعایت ترټولو لوړ مثال دی،د بشریت په مقابل کې د جمهوریت د بې تفاوتې دورې په نیشه توکو روږدي کسان د درملنې لپاره د ښارونو له کوڅو را ټول او درملنې په موخه ملي پروګرام ورته جوړ شوی.
په هره برخه کې د بیارغونې کارونه روان دي، کانونه په معياري توګه استخراجېږي تر ټولو مهم داچې د هېواد په شمال کې خامو نفت تصفیه کېږي د کرنیز سکتورپه برخه کې د قوشتپې کانال د عام ولس په شنډو هیله منه موسکا را وستې که موږ پورتني حقایق د قلم په نوک اویا د قال په ژبه را نه وړو ، د علایمو او قراینو له مخې هم دا حقیقت څرګند دی ، اسلامي امارت له را تګ د مخه د دولت په اداري ، نظامي او فرهنګي چوکات کې د قدرت داسې تبعیضي جزیرې موجودې وې چې عام ولس ته د منلو نه وې ځکه ټولو هېوادوالو پورتنیو ناخوالو او دردناکو نادودو ته د سرپه سترګو کتل،خو د نیوکې او مخنیوي حق او جرآت یې نه درلود ، د اسلامي امارت په را تګ سره نه یوازې د قدرت ټولې ناروا جزیرې له منځه لاړې بلکې ټول مسلمان ملت ته په یوه سترګه وکتل شول ، ټولنیز مفاسد له خپلو ټولو ډولونو سره لکه بډې اخیستل، وسله والې غلاوې ، باج اخیستل د نړیوالو مرستو زبېښاک د دولتي املاکو غصب دا ټول له منځه لاړل چې همدا اوس د غصب شویو مځکو د استرداد ملي پروسه روانه او د غاصبینو له حریصو منګلو غصبي املاک اخیستل کېږي،
ملي عواید لکه د برېښنا د لګښت تعرفې چې له دې د مخه زور واکانو پرې خېټې اچولې وي حصول او د ملي عوایدو په توګه ملي بانک ته جمع کېږي، د متوازن انکشاف په رڼا کې د خپل هېواد په بودیجه پراختیایي پروژې پیل شوې او عملاً یې ثابته کړه چې اسلامي امارت د دغه غم ځپلي ملک د رېښتني غمخوار او وارث په توګه د عمل په ډګر کې را څرګند او ملت ترې خوشحاله او راضي دی په کلتوري برخه کې د کابل په ښار او نورو ولایتونو په مرکزونو کې بت پرستۍ د ورته اعمالو او حرکاتو مخه نیول شوې او د کیش شخصیت ناروا او مردود فرهنګ کنترول شوی.
په تیرر ژیم کې په ښکاره عام ولس له حکومت څخه د پردیو د اشغال له وجې ناراض و، د کرکې او نفرت په سترګه یې ورته کتل ، نه یوازې ملک اشغال و، بلکې ټول حکومتي امتیازات هم هغه چاته اړوند ول چې په افغانستان کې د پردیو ګټو ته وفادار وو او یا یې د پردې ترشا د دوی ارزښتونه منلي وو، پورتني مثالونه ټول په دې ګواه دي چې عام ولس اوس د زړه له کومي له اسلامي امارت راضي او ننګه او ملاتړیې کوي ، له بل اړخه دا تاریخونو هم په ثبوت رسولې چې په افغانستان کې له حقیقي اسلامي نظام پرته چې په خپله به د افغانانو په ذریعه تحقق مومي نورې ابن الوخت او پردي پاله ډلې ټپلې چې په وارداتي مفکورو عیارې وي هېڅکله د عام ولس په زړونو حکومت او واکمني نشي کولی ، همدارنګه ملت هم نور د چا فریب نه خوري او نه هم له دې وروسته خپل آرام اوآسوده ژوند د نورو د ګټو لپاره له ستونزو او کړاوونو سره مخ کوي .
افغانان په ډېر درناوي او صمیمانه ډول نور د نړۍ له ټولو مغرضو هېوادونو او ټولنیزو بنسټونو څخه هیله کوي چې نور له هغه چا سره چې افغانستان د دوهم ځل لپاره د فساد او ناامنیو په لومو کې را ښکیل کول غواړي ، تبلیغاتي مرسته ونه کړي او نه هم د دوی د زهرجنو تبلیغاتو لپاره د غونډو له لارې زمینه برابره کړي، ځکه هرهغه څوک چې په افغانستان کې ناامني غواړي په خپله به د دې بل شوي اورخوراک وي.
معلومېږي چې مغرضو هېوادونو او سازمانونو د افغانانو روحیه مطالعه کړې او هغه شمېر مغرض هېوادونه او بنسټونه چې نه غواړي په افغانستان کې امن امان برقراروي د بېځایه غونډو په جوړولو سره د افغانانو ترمنځ منافقانه تبلیغات کوي ، روحیه او ذهنیتونه د خپل هېواد د امنیت په اړه مغشوش ساتي او د داعش د حضور او فعالیت لپاره ګویا داچې داعش په افغانستان کې فعال مرکزونه لري او د پراخېدو په حال کې دی بې ځایه او بې سنده زهرجن تیلغات کوي ، په داسې حال کې چې د داعش بدنامه پدیده حاضرحال په بشپړه توګه په افغانستان کې د تضعیف او رکود په حال کې ده ، افغانانو داعشي وسله وال د داسې اسلام ضد جنایتکارانو په توګه تشخیص او پېژندلي چېرې چې سررا پورته کړي د اسلامي امارت له همکارۍ پرته به یې سرونه ورتر غاړه کوي ځکه د دې ډلې حقیقت او ماهیت چې د اسلام د سپېڅلي دین د تخریب لپاره د اسلام د نړیوالو دښمنانانو له خوا جوړه او په لارې اچول شوی و،په بشپړه توګه تشخیص کړی او داعش یې د یوې بدنامې او مردودې پديدې په توګه پېژندلی ، زیاتره د داعش د موجودیت او فعالیت لپاره د هغه هېوادونو او بنسټونو له لارې تبلیغ کېږي چې داعشیان یې په دې بې غیرته اسلام ضد ماموریت مآمورکړي که څه هم اسلامي امارت په ملي او نړیواله کچه زیات دښمنان لري ځکه له اسلامي برم نه د ۱۴۰۰ کالو را پدیخوا کفري نړۍ په خوف او ویره کې ده، نو ځکه د اسلام هر دښمن په خپل ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې د اوسني ډاډمن امنیت د ګډودلولپاره خپلو اجیرانو ته تخریبي دنده وسپاري خو بیا هم ډاډه یوو،چې ددغه زبون وهلیو دښمنانو په وس او توان کې هېڅ نشته ځکه د اسلامي امارت بنیاد د اسلامي اصولو او اساساتو پربنسټ د خپل ولس په چوپړ کې ملاتړلي ولاړدی او د هرافغان هیثیت اوحقوق چې د هېواد هرقوم ته منسوب دي د اسلامي اصولو پربنا له تبعیض او تعصب پرته په مساوي ډول خوندي ساتي. همدا وجه ده چې اوس نړیوال هم دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان د ۴۵ کلن درد اوغم د مداو لپاره د اسلامي امارت له نخسې پرته بله نشته خو داچې بیا هم دوی په افغانستان کې د اسلامي امارت په ذریعه له را وستل شوي امنیت سره مخالفت کوي دا په ښکاره او له شک شبهې پرته له اسلام سره دښمني ده،که چېرې برعکس نړیوال په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي وي باید د افغانستان د اسلامي امارت په ضد له توطیو لاس واخلي او د هغه ډلو ټپلو ملاتړ ونه کړي چې افغانستان د زړو لیوانو په شان کنجاړې په خوب ویني.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *