اقتصاد او رغونهلیکنې

د افغاني بانکنوټونو او افغاني فرهنګ د ترویج مبارزه

په دې وروستيو کې د افغاني بانکنوټونو د ترویج لپاره ډېر کار وشو او په ډېره ښه توګه د دې پالیسۍ په عملي کولو سره د افغانستان بانک وتوانېد چې په نږدې ټولو ولایتونو کې د بهرنیو کرنسیو د چلښت مخنیوی وکړي،خو دا کار لا ختم شوی نه دی او تراوسه پورې په ګڼو ولایتونو کې پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومن چلېږي او په سوداګرۍ او تجارت کې ترې کار اخیستل کېږي. غزنی، نیمروز او گڼ نور یې سترې بېلګې دي.
خو په همداسې وخت کې داسې هڅې هم کېږي چې د نورو کرنسیو د چلښت مخنیوی وشي او پرځای یې افغانۍ ترویج کړي.
په نیمروز کې د ایراني تومنو او ایراني فرهنګ د مخنیوي او پر ځای یې د خپلې افغانۍ کرنسۍاو افغاني سوچه فرهنګ د عامولو هڅې په داسې حال کې پیلېږي چې نیمروز د ایران په ګاونډ کې پروت دی او ویل کېږي چې لا هم پکې ایراني تومن چلېږي او پر لوحو او تابلوګانو د ایران فرهنګي اغېز لیدل کېږي.
په اصل کې دا کار باید ډېر وړاندې شوی وای، ځکه افغانستان خپله افغاني کرنسي لري او تر کلدارو او تومنو یې هم ارزښت لوړ دی او هم پوخ نړیوال ثبات لري، په نړیواله کچه اوس افغانۍ ستر ارزښت او اعتبار لري.
بل لوری په افغانستان کې باید په هره سوداګریزه، اقتصادي او نورو معاملو کې افغانۍ وکارول شي، ځکه که څوک افغان وي نو بیا ډېر د شرم مسئله ده،چې تومن او یا کلدارې کاروي، ښایي دا چې هر افغان د ایران او پاکستان بې ثباته او بې ارزښته کرنسۍ په خپل بازار او خپلو اقتصادي او نورو چارو کې ونه کاروي.
همدا راز افغانان خپل فرهنګ، خپله ژبه، خپل ارزښتونه، خپل روایتونه او دغه راز خپل اصطلاحات لري، نو نه یوازې نیمروز،بلکې د افغانستان په هر ځای او هر ښار او بازار کې لوحې په خپله ژبه او خپلو اصطلاحاتو او روایتونو ولیکل شي او دا مسئله په ډېر شدت سره زر تر زره تطبیق کړي.
په دې برخه کې اړوندې ادارې باید داسې اقدام وکړي چې په ټول هېواد کې پر پردیو ژبو او پردیو اصطلاحاتو او پردیو فرهنګونو لیکل شوې تابلوګانې، لوحې، شعارونه او اعلانونه بند کړي او پر ځای یې پر خپله ژبه او خپلو ملي روایاتو لوحې او اعلانونه ولیکلي او عام کړل شي.
په هر حال، موږ د نیمروز د چارواکو دا کار ستایوو داسې هوډ یې کړی چې په دغه ولایت کې دې هم د ایراني تومنو پر ځای افغانۍ وکارول شي او هم دې د ښار ټولې لوحې اصلاح او د پردیو کلماتو د کارونې څخه مخنیوی وشي او د اعلاناتو ټولې لوحې باید د هېواد په رسمي او یا محلي ژبو سره ولیکل شي او دا ملي پالیسي باید د هېواد په ټولو ښارونو او بازارونو کې تطبیق کړل شي.

شهبازخان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *