
د افغاني سرې میاشتې تاریخچه او لومړني فعالیتونه
داچې افغاني سره میاشت څه وخت او د کومو موخو او اهدافو لپاره رامنځ ته شوې لومړني خدمتونه یې څه ډول و؟ یوه مهمه او د اهمیت وړ موضوع ده ، وضاحت او پرې پوهېدل به یې درنو لوستونکو ته بې ګټې نه وي.
سره میاشت په ۱۳۰۸کال د کابل ښاروالۍ اړوند یو شمېر زړه سواندو په هاند، هڅو او نوښت د کابل په پل باغ عمومي کې د ملي بسپنې د سازمان ترعنوان لاندې په ابتدایي ډول را منځ ته ، چې یوازنۍ موخه یې د اړمنو کسانو د(بسپنیز) لاس نیوي لپاره د متمولو، شتمنو او وسمنو کسانو جلب او هڅونه وه،دغه بنسټ په پیل کې د اعلاناتو او خطابو له لارې اعانه را ټولوله او متمول کسان یې دې ته هڅول چې د اړمنوکسانو مرستې ته د بشرپالنې په روحیه راودانګي، د بنسټ په لومړنۍ غونډه کې د کابل ښاروالۍ تجربه لرونکی او پخوانۍ مامور محمد ابراهیم خان د رییس په توګه او همدارنګه مرستیالان خزاندار او نور مامورین یې هم د حاضر مجلس له غړو وټاکل شول ، د ملي بسپنو دغه انساني بنسټ له هماغه پیل څخه په ډېر صادقانه ،عادلانه او عاجلانه ډول خپل خیریه مکلفيتونه ترسره کول کله چې دوی په خپلو فعالیتونوکې ښه وځلېدل،نوپه ۱۳۰۸ کال د حوت په ۱۸مه د وخت پاچاه محمد نادرخان په خپل لاسلیک دیوه رسمي مکتوب په ترڅ کې د دغه بنسټ فعالیتونه وستایل او د دغه خیریه مرکز د لا بریالیتوب او فعال پاتې کېدو هیله یې څرګنده کړه.
دغه بنسټ د خپلو لومړنیو فعالیتونو په لړ کې په ۱۳۰۹کال د ثور میاشتې په ۱۲ مه د نادري دارالیتام په نامه د یتیمانو د ساتنې او پالنې لپاره د (باقرخان ) په کلا کې یودارالایتام جوړکړ چې د بلدیې لخوا اداره کېده په ۱۳۲۵ هجري کال یاد دارالایتام د مرستون او وروسته بیا د دارالمساکین په نامه شو مرکزیې دباقرخان کلاه حشمت خان کلا ته را نقل او اداره یې د وزارت مالیې پرغاړه شوه ، څو کاله وروسته دارالمساکین بېرته د مرستون په نامه شو او مرکز یې د اوسني سرې میاشتې د موقعیت یانې د افشارو د غره په لمنه کې جوړشو،د مرستون د را منځ ته کېدو څخه موخه او هدف د هغو کورنیو او افرادو ساتنه او پالنه وه چې په اقتصادي لحاظ کمزوري او د ورځني ژوند په مخ ته وړلو کې ناتوان وو.
په ۱۹۳۲کال په (هاګ ) کې د سره صلیب او هلال احمر د نړیوالو نهضتونو د یوه جوړشوي کنفرانس په ترڅ کې له افغانستان څخه هم تقاضا وشوه څو په خپل هېواد کې ورته نهضت جوړ کړي ، له نیکه مرغه د فعالیت او نامه په یوڅه بدلون د نړیوالو نهضتونو دې غوښتنې ته څلور کاله د مخه مثبت ځواب ویل شوی و، ځکه افغانستان د نړیوالو له تقاضا سره سم داسې یو مرکز درلود چې د دوی غوښتنه وه ، هماغه و چې د افغانستان د دغه ملي خیریه بنسټ د (محراب احمر ) په نامه ونومول شو او تر پخوا یې امکانات اوتشکیلات زیات اوفعالیتونه یې د خپلو هېوادوالو په ګټه پراخه او ګړندي شول ، دا وخت دغه مرکز په اداري لحاظ د مالیې وزارت په تشکیلاتو کې فعالیت درلود ځکه تر اوسه هغه لس شرطونه چې ( نړیوال نهضت) د یوه ملي نهضت د په رسمیت پیژندلو لپاره په یوه ملک کې وضع کړي وخود افغانستان د (محراب احمر) نهضت نه و پوره کړي نوځکه د یوڅه وخت لپاره نورهم د عامې روغتیا وزارت په تشکیلاتو کې مدغم پاتې شو ، کله چې په ۱۹۳۴کال د عامې روغتیا وزارت له تشکیلاتو مجزا او د افغاني سرې میاشتې په نوم د یوه مستقل اورګان په توګه را څرګند شو او دا وخت یې د نړیوالو نهضتونو له غوښتنې سره سم لس هغه معیارونه چې په نړیواله کچه د یوه بنسټ د په رسمیت پېژندلو لپاره شرط ایښودل شوي و، هم پوره کړل نو د نړیوال (سره صلیب اوهلال احمر) لخوا په رسمیت وپېژندل شو او نړیوال شو چې په نتیجه کې په ۱۹۵۴م کال د سره صلیب او هلال احمر د نړیوال نهضت د ۸۳ غړي په توګه ومنل او وپېژندل شو ، سره میاشت د خپل فعالیت له هماغه پیل نه بیا تر نن پورې له خپلو دوو نورو نړیوالو پارتېنرانو لکه د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د هلال احمر له کمېتې سره خپل بشردوستانه فعالیتونه پرمخ وړي .د افغاني سرې میاشتې د ټولنې اهداف او موخې د ۱۳۹۱ کال د دې ټولنې د عمومي مجموع د مصوبې له مخې په لاندې ډول تصویب او مرعی لاجرا شوې.
۱ـ په بې پرې اوبشپړه توګه د هر ډول تبعیض ، تعصب ، جنسي ، ژبني ، توکمي ، سمتي ،عقیدتي ، دیني ، مذهبي ، سیاسي اوآډیولوژیک توپیرونو پرته د طبعي ناورینونو د پښېدو په صورت کې بلاعوضه مرستې .
۲ـ د جګړو اولانجو په صورت کې له قربانیانو سره د توان او قدرت په اندازه مساعدت او کمک .
۳ـ د توان په اندازه د کم وسه کورنیو د ناروغ غړو د درملنې لپاره د لازمو تدابیرو، نیول اوپلي کول .
سره میاشت له دولت سره د عاجلو انساني مرستو او همکاریو په برخه کې یوه ممده موسسه هم ده ځکه تر هرچا لومړی دوی د پېښو ځای ته ځان رسوي او له پېښ ځپلو سره مرسته کوي .د سره صلیب او هلال احمر د غورځنګونو د اساسنامې سره سم سره میاشت هم د ناروغیو په مخنیوي ، د ښوونې او روزنې په ترویج کې له خپلو هېوادوالو سره مرسته او همکاري کوي ، همدارنګه د نړیوالو نهضتونو د اساسنامو پربنیاد د وسلوالو لانجو او پیښو د قربانیانو سره د ژنیو د کنوانسیون له منشور سره سم لازمې مرستې کوي .لکه د مخه چې وویل شول افغاني سره میاشت د هېواد په تشکیلاتو کې یو مستقل اورګان او بودیجه یې د دولت د خزانې تابع نه ده ، له بل پلوه افغاني سره میاشت یوه غیر انتفاعي او رضاکاره موسسه ده چې د خپل اورګان د ګټې لپاره کوم فعالیت نلري او یوازنی فعالیت یې د مستحقو کسانو لپاره د انساني خدمتونو
رسول دي.
دا ښکاره ده چې د سرې میاشتې بشري خدمتونه ډېر لګښتونه هم ایجابوي چې اکثره یې د افغاني سرې میاشتې د ملکیتي عوایدو (اجارې ـ کرایې ) څخه تمولېږي ، همدارنګه په ۱۳۳۷ کال یې د لاترۍ د ټکتونو
( انحصار) هم د خپلې مالي بنیې د تقویې لپاره ترلاسه کړخو دا پروسه له پیل نه تر نن پورې د ځینو ستونزو او مشکلاتو پربنا څو څو ځله ځنډېدلې او د زمینې په برابرېدلو له سره پیل شوې ، د مخ ته وړلو طریقه یې داسې وه چې چاپ شوي ټکوټونه به د کمیشنکارانو لخوا چې اکثره به یې معیوبین وو، مینه والوته د هغه پیسو په مقابل کې چې په رسمي ارقامو به په تکت درج وې ، عرضه کېدل ، د ټکټونو له خلاصون وروسته د افغاني سرې میاشتې د موظف هیئت تر نظرلاندې چې د وزارتونو د استازو به هم موجود و، قرعه کشي کېدله اود هغه ټکټونو نمرې به اعلانېدې چې ګټونکي به ثابت شوي وو ، د دې خبرې یادول اړین دي چې د لاترۍ د تکټونو پیسې په ځانګړي ډول د هغه ماشومو ناروغانو په درملنه لګېدې د کومو به چې زړونه سوري شوي و او کورنۍ یې د دوی د درملنې توان ونه لري او د دوی ژوند د دې خطرناکې ناروغۍ له امله د مرګ ترګواښ لاندې راغلی وي.
او بل عایداتي مدرک یې د سرې میاشتې مخصوصه اوونۍ ده چې دا اوونۍ د لومړی ځل لپاره په ۱۳۳۱کال څخه یانې یو کال وروسته له هغه چې د دولت لخوا د سرې میاشتې ملي موسسه په رسمیت وپېژندل شوه د دې بنسټ د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په لاره واچول شوه له هغه وخت را پدېخوا هرکال دا اوونۍ چې د میزان میاشتې له ۲۴ څخه تر ۳۰ تاریخ پورې ورځې احتوای کوي د هېواد په مرکز او ولایتونوکې له ملي سوداګرو خصوصي پانګوالو هټۍ والو محصلینو او زده کوونکو څخه د بسپنې را ټولو کمپاین پیلېږي په حقیقت کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د هغه کسانو لپاره یو فرصت هم دی چې غواړي د خیرښېګڼې په کارونو کې ګډون وکړي .
د مخصوصې اوونۍ ترڅنګ یې په متفرقه ډول د عوایدو لویه برخه د متمولو زړه سواندو پانګوالو له اعانو او صدقو څخه هم برابرېږي چې دا پروسه بیا د زمان تابع نه ده لنډه دا چې افغاني سره میاشت د هېواد په کچه یو داسې مرستندوی او خیریه اورګان دی چې ټول فعالیتونه یې له جنګ ځپلو، غریبانو، بیځایه شویو او معیوبینو سره د بلاعوضه مرستو پربنیاد ولاړ او همدارنګه د طبعي پېښو له قربانیانو
سره عاجلې مرستې احتوای کوي .
حیا ت الله حلیم