لیکنېمقالی اوتبصرې

د افغان استازي له ګډون پرته نړيوالو غونډو ته غبرګون!

يو شمېر رسنيو د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف له قوله خبر ورکړی، چې مسکو به روانه جنورۍ کې د افغانستان په اړه غونډه ولري، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي، له دې سره هممهاله د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې خبر هم ورکړل شوی،چې د غونډې ګډونوال به د افغانانو په اړه خپل نظرونه يو له بل سره شريک کړي، که تېرو دوه نيمو کلونو ته ځغلنده نظر وکړو د سيمې او نړۍ پر کچه د افغانستان په تړاو لسګونه غونډې جوړې شوې،خو د افغانانو له ګډون پرته هېڅ کومه غونډه د افغانستان پر سياسي وضعيت د پام وړ مثبت اغېز نه دی کړی.
ډېری وخت را ته پوښتنه پيدا شي، چې بهرنيان له يوې خوا د افغانستان او افغانانو راتلونکې ته اندېښمن وي، له بلې خوا په نړيواله کچه د افغانانو له ګډون پرته د افغانستان راتلونکې ټاکي، که دوی په رښتيا د افغانستان له غمه مړه وي او په حقيقي توګه په افغانانو زړه سوځوي، نو بيا ولې اسلامي امارت په رسميت نه پېژني، چې په نړيواله کچه د افغان ولس له حقونو دفاع او پر مخ يې پرتې ستونزې د نړۍ له هېوادونو سره شريکې کاندي.
افغانان له نړيوالو هيله لري،چې اسلامي امارت نور تر سياسي فشار لاندې نه راولي، دوی که رښتيا د افغانستان سياسي او اقتصادي ثبات ته ژمن وي، نو پر اسلامي امارت دې لګېدلي بنديزونه لرې کړي او بې له قيد او شرطه دې اسلامي امارت په رسميت وپېژني، ځکه د ټول ولس برخليک پر خپل حکومت پورې تړلی دی، د افغانستان د اسلامي امارت تر بيا واکمنېدو وروسته کابو دوه نيم کاله تېرېږي، خو لا هم هېڅ کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی او لا تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم نه ده ورکړل شوې.
په کار دا وه، چې د مسکو په شمول په هره يوه نړيواله غونډه کې د سرپرست حکومت استازي ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وای، ځکه د افغانستان په تړاو غونډې هغه وخت ښه پايله لرلی شي، چې افغانان د غونډې برخه وال وي او د خپل نظام او ملت استازيتوب وکړي، موږ وينو چې د افغانستان او افغانانو د راتلونکې په تړاو نړيوالې غونډې جوړېږي، خو تراوسه پورې د غونډې بشپړه اجنډا له هېڅ افغان سره نه ده شريکه شوې، دا چې د افغانانو له ګډون پرته په نړيواله کچه د افغانستان د راتلونکې په تړاو غونډې جوړېږي او هېڅ يو افغان د غونډې په اجنډا او پايلو خبر نه شي، نو مالومداره خبره ده،چې بهرنيان يو ځل بيا ليبراله ډيموکراسي پر افغانستان ومني او خپلې ټولې اړيکې له همدې لارې مخته یوسې، په داسې حال کې چې افغان ولس بيا خپل ارزښتونه لري او پر ليبرالې ډيموکراسۍ هېڅ باور نه لري، هر هغه څه، چې د اسلامي اصولو خلاف وي، هېڅ يو افغان ته د منلو وړ نه دي، تېرو ترخو تجربو ثابته کړه، چې صليبي لښکرو، ديموکراتانو او مغرضو سياسيونو له مظلومو افغانانو سره څه وکړل؟ افغانانو ته يې په تېر شل کلن اشغال کې څه ګټه ورسوله؛ پرته له دې، چې افغانان يې له صحنې ايستلي وو او شپه او ورځ يې پرې يوه کړې وه، موږ وليدل چې په تېره شل کلنه دوره کې يې د افغانانو تر منځ داسې د نفاق او کرکې تخم شيندلی و، چې ورور يې له وروره بيزار کړی و، پلار له زوی او ګاونډ له ګاونډه، نو په داسې حالاتو کې به دغسې غونډې د افغانانو څه درد دوا کړای شي!
په هر حال له کله راهيسې،چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د افغانستان په اړه ګڼې سيمه ييزې او نړيوالې غونډې د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته جوړې شوې ، دغه ډول غونډې،چې د افغانستان په تړاو ترسره کېږي، لازمه ده چې د افغان حکومت استازي هلته ګډون ولري، نظرونه يې واورېدل شي او د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته دغه ډول غونډې نيمګړې او بې ګټې دي، ځکه بهرنيان له يوې خوا د افغانستان د راتلونکې په تړاو خبرې کوي، له بل لوري هېڅ يو افغان چارواکی يادو غونډو ته نه بولي، چې د همدې غونډو له لارې خپل بهرنی او بې پرې سياست معرفي کړي، نړيوالو هم کولای شول، خپلې غوښتنې او اندېښنې د اسلامي امارت له استازو سره په دوه اړخيزو ناستو کې سره شريکې کړي، څو ورته حل لاره پيدا شي.

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *