لیکنېمقالی اوتبصرې

د افغان جګړې ميليونران

په افغانستان کې د تېر شل کلن اشغال پر مهال د فساد دوه پړاوونه و چې يو يې داخلي او بل يې خارجي و . په افغانستان کې د شفافيت نشتوالي او اطلاعاتو ته د لاس رسي کمزوري سيسټم له وجې د مفسدينو پر وړاندې شواهد راټولول ناشونی کار و. داخلي او اجتماعي رسنيو هم څه نه شوای کولای ځکه چې د دوی پر پيسو چلېدې نو تر ډېره يې پر وړاندې تحقيقي راپورونه جوړول نا ممکن دي، خو بيا هم ځينو غربي رسنيو يې يوڅه فساد رسوا کړی او راپورونه يې پرې خپاره کړي دي .
لومړی پړاو :
شېرزيان، کرزيان، نوريان، دوستميان، لنډغريان … دا لېسټ خورا اوږد دی. دا ټول هماغه خلک دي چې د افغانستان په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې ميليونران شول.
دوی کې ډېرکم يې له ځايه شتمن وو خو تېره ۲۰ کلنه جګړه کې يې شتمنۍ خورا ډېره شوه سره له دې چې امريکايانو او د هغوی متحدينو په ياده جګړه کې ۲.۳۱ ټرېليونه ډالره مصرف کړل چې د ورځې ۳۰۰ ميليونه کېږي خو بيا هم افغانان د ژوند له لمړنيو اړتياوو بې برخې وو او دي.
په همدې غريب او جګړه ځپلي هېواد کې يو شمېر خلکو او کورنيو تر تصور پورته شتمنۍ تر لاسه کړه. په دې کې ځينو د اردو د لوبيا او دالو پر پيسو په خليج او اروپا کې ماڼۍ جوړې کړې. د غير رسمي تخميناتو له مخې افغان چارواکو د شاوخوا ۲۰۰ ميلياردو په ارزښت په دوبی کې جايدادونه لري.
له دې سره په څنګ کې دې خلکو خپل چينلونه هم لرل. د بېلګې په ډول فهيم هاشمي راخلم که څۀ هم دی جنګ سالار نه و خو د افغانستان د جنګ ميليونر ورته ويلای شو. په ۲۰۰۳ کال کې يې له امريکايانو سره ترجماني پيل کړه خو ډېر زر يې ترجماني پرېښوده او خپل شرکت يې جوړ کړ. په امريکايانو کې يې د خپل جوړ کړي شناخت نه په استفاده واړۀ واړۀ قراردادونه واخيستل لومړی قرارداد يې د ۶۰۰ ډالرو و.په امريکايانو يې يو څو بالښتونه او روجايانې خرڅې کړې خو په ۱۰ کالو کې د فهيم هاشمي کاروبار دومره لوی شو چې کلنی عائد يې ۲۰۰ ميليونه ډالرو ته ورسېد.يک تلوېزون د ده دی په ۲۰۱۳ کې يې د ايسټ هارېزون ائيرلائنEast Horizon Airlines په نوم هوائي شرکت جوړ کړ ګڼ نور ساختماني شرکتونه لري او د اشغال پر مهال د امريکايانو له خوا د ډالرو باران پرې کېده.
حکمت الله شادمن:
دۀ هم د فهيم هاشمي په څېر د ميليونرۍ سفر له ترجمانۍ پيل کړ. د نيو يارکر (The New Yorker «march 7, 2016»)مجلې د يو راپور له مخې ده تر ۱۶۰ ميليونه ډالره ډېرې پيسې وګټلې. پر شادمن دا تور و چې له بهرنيانو يې د پيسو او رشوتونو پر مټ قراردادونه اخيستل.د سپېشل فورس ځينو امريکايي قومندانانو (The New Yorker) مجلې ته ويلي چې د امريکايانو کاروانونو لوی قرارداديان لکه رازق شېرزی،وطن ګروپ او نور هغه شخصي امنيتي شرکتونه چې قوي سياسي ملاتړ يې لاره. د دوی له قوله شادمن امريکايانو ته غلط راپورونه ورکول او طالبانو ته يې د خپل کاروانونو سالم تېرولو په بدل کې روپۍ ورکولې.
پر شادمن دا کړۍ دومره را تنګه شوه چې يوه شپه امريکايانو چاپه پرې ووهله او بګرام ته يې يووړ. د شادمن د شتمنۍ ۵۷ ميليونه ډالر امريکايانو کنګل کړه تر ځو کاله قضائي کشمکش وروسته په ۲۰۱۹ کې د واشنګټن ډيسي يوې محکمې د شادمن ۲۵ ميليونه ډالر ضبط کړه.
دا ډول تورونه پر نورو خصوصي او امنيتي شرکتونو هم وو دا چې هغوی تر شا قوي سياسي ملاتړ لاره، نو ځکه محاکمه نه شول، د بېلګې په ډول وطن ګروپ (WATAN GROUP) دا تر شادمن ډېر لوړ شرکت و او تر هغه يې څو چنده زياتې پيسې پيدا کړې. په ۱۸ مياشتو کې د وطن ګروپ عوائد له ۵ لکه ډالرو څخه تر ۵۷ ميليونه ډالرو ته ورسېد.
د نيو يارک ټايمز(The New York Times) په حواله د وطن ګروپ له ټولو لوی پانګه وال د ولسمشر حامد کرزي ورور قيوم کرزی و.
د (NCL Holding)په نوم بل لوی شرکت د رحيم وردګ د زوی حامد وردګ و. دې شرکت د ناټو کاروانونو د ايسکورټ قراردادونه لرل.
د (Elite Security Services ) په نوم شرکت د صبغت الله مجددي د زوی و.
د (Asia Security Group) په نوم شرکت د حشمت کرزي و.
سره له دومره فساده حامد کرزي له (60 minutes) په نوم چينل سره په مرکه کې وايي چې د افغانستان حکومت ۵ فيصده هم مفسد نه دی لکه څومره چې ويل کېږي. د دۀ له قوله وايي روسانو په افغاستان کې د اشغال پر مهال خپل قراردادونه د حکومت چارواکو ته نه ورکول او امريکايانو هم دا کار وکړ.
چې فهيم هاشمي او حکمت شادمن غوندې عادي ترجمانان ميليونران شول چې نه د ولسمشر د کورنۍ غړی و او نه يې تر شا قوي سياسي ملاتړ لاره، نو د حشمت کرزي، قيوم کرزي،ګل آغا شېرزي، عطاء محمد نور او دوستم سره تړلي شرکتونه او افراد به څومره شتمن شوي وي.
امريکايانو پيسې شيندلې او هماغه شرکتونو ته يې قراردادونه ورکول په يو نه يو ډول د جنګ سالارانو سره وو. يعنې دوی جنګ سالاران تقويه کول او له اولې ورځې يې په افغانستان کې قانونيت او د فساد مخنيوی نه غوښت. همدغه جنګ سالاران د دوی په نقصان تمام شول،د يو منظم حکومت په جوړښت کې خنډ و او د دوی (امريکايانو) د لاس جوړ جمهوريت په څو ورځو کې نسکور شو. د ملل متحد د ۲۰۱۹ کال د راپور له مخې د افغانستان ۱۰.۲۳ ميليونه خلک له لوږې سره مخ وو.
دويم پړاو : دغه راز د افغان ميليونرانو په نسبت امريکايانو هم ډېرې پسې تر لاسه کړې.د سيګار د يو راپور له مخې امريکايانو له 2001- 2021 پورې د افغانستان په بيا رغونه کې يواځې ۸ فيصده د حکومت له لارې او نور يې د خصوصي شرکت له لارې مصرف کړي. دا شرکتونه تر ډېره امريکايي وو چې ګټه يې بېرته امريکايانو ته رسېدله.
د بېلګې په ډول لويس برګر ګروپ (Louis Berger Grouo) شرکت چې د ۱.۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت قرادادونه يې لرل په فساد کې لاس پر لاس ونيول شول خو بيا يې هم قراردادونه اخيستل.
په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير ريان کروکر Rayan Crocker (2011-2012) وايي چې په افغانستان کې زموږ تر ټولو غټه پروژه د فساد رامنځته کول وو.د لندن د سوآس SOAS University of London استاد جونتن ګډهېنډ Jhontan godhand په يو ايمېل کې د نيويارک ټايمز The New York Times ژورناليستي فراح سټوګمن Frah Stogman ته ليکي چې امريکايان يواځې افغانان پر فساد تورنوي او په فساد کې خپل رول پټوي.
سوپريم شرکت SUPREME.
د دې شرکت عوائد د افغانستان د جګړې په لومړيو ۱۰ کالو کې ۵۰ فيصده زيات شول.په ۲۰۰۹ کې د امريکا د يوې فډرل ادارې ډيفېنس لوجسټک ايجنسي (DEFENCE LOGISTICS AGENCY) مشر خپله دولتي دنده پرېښودله او د امريکا د څانګې سوپريم SUPREME شرکت مشر وټاکل شو.د ده له ګمارل کېدو وروسته د ډيفېنس لوجسټيک ايجنسي Defence Logistic agency له لوري سوپريم SUPREME شرکت ته د ميلياردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه له داوطلبۍ پرته ورکړل شول.د سوپريم شرکت د فساد قضيه په ۲۰۱۴ کې د امريکا تر يوې فډرل محکمې ورسېده او ياد شرکت يې ۳۸۹ ميليونه ډالره جريمه کړ.
اې ايوای AEYe شرکت.
دې شرکت د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ کې د امريکا له پوځه يو قرارداد واخيست د دې قرارداد قيمت ۲۹۸ ميليونه ډالره و،چې په بدل کې به ياد شرکت ملي اردو ته پوځي مهمات برابرول.
دوی داسې مهمات اردو ته ورکړل چې اکثره يې له کاره لوېدلي او په ۱۹۵۰ ميلادي کې جوړ شوی و.دا هغه وسلې وې چې امريکايانو يې په خوندي توګه منځه وړلو لپاره ميليونونه ډالره مصرفول. خو دې شرکت بېرته پر همدۍ پلورلې چې اردو ته يې ور کړې وې.د امريکا د دفاع وزارت لوی قرارداديان لکه
لاکيډ مارټن LOCKHEED MARTIN
بوينګ BOEING
جنرل ډاينامکس General dynamics
د افغانستان په جنګ کې بې حده شتمن شوو.د امريکا دولت خپله وسلې نه جوړوي قراردادي خصوصي شرکتونه يې جوړوي خو د دې شرکتونو په راس کې څوک دي.
په ۲۰۱۸ کې د مېډسمت برګر Mendismith Burgerيو تحقيق ښيي چې له ۲۰۱۸-۲۰۰۸ څخه د امريکا د پوځ لوړ رتبه چارواکي له تقاعد وروسته د امريکا د دفاع وزارت له همدې قرارداديانو سره يوځای شوو. جنرال جسمټس (General jesmits) يې يوه بېلګه ده. له تقاعد وروسته سمدستي د جنرل ډاينامکس(General Dynamics) د مشرتابه پلاوي غړی وټاکل شو او په ۳ کالو کې يې ۹۰۰۰۰۰ ډالره کورته يووړل. لويډ آسټن (Lloyd Austin)څلور ستوری جنرال په ۲۰۲۱ کې د امريکا د پوځ د لوی درستيز مرستيال و.
اوسنی دفاع وزير په ۲۰۱۶ کې د پوځ له تقاعدۍ وروسته د رېتان (Raytheon) شرکت مشر شو. په ۴ کالو کې يې د ۱.۷ ميليونه ډالرو په ارزښت د رېتان شرکت د ونډې د معوضې په توګه ترلاسه کړي.ياد شرکت د امريکا د پوځ دريم لوی قراردادي و.
40.2B LOCKHEED MARTIN
22.1B BOEING CO.
20.7B RAYTHEON
17.8B GENERAL DYNAMICS
يادو شرکتونو په يو کال کې په مجموعي ډول ۹۹ بيليونه ډالره د امريکا له دفاع وزارت نه ترلاسه کړي.د دې شرکتونو ګټه په جنګ کې وه او ياد شرکتونه له کانګرس نه نيولې تر سپينې ماڼۍ نفوذ لري. د بېلګې په ډول په ۲۰۱۶ کې د کانګرېس په ټاکنو کې يواځې Lockheed Martin شرکت د کانګرس يو څو مشخصو کانديدانو او د دۍ په کمپائن کې ښکېلو خلکو ته ۳ ميليونه ډالره
ورکړي.
د کانګرس غړي د امریکا بوديجه تصويبوي، يادو قرارداديانو ته قراردادونه ورکوي او د جنګ پرېکړه کوي.
د فساد ترڅنګ امريکايانو ډېرنورلګښتونه او ضائعيات هم وکړل. يواځې د بګرام په هوائي اډه کې يې د برېښنا د توليد لپاره په اونۍ کې تر ۱ ميليون ګېلنه ډېر تېل سوځول.
کېدای شي له مانه ډېر څه پاتې وي. دا د دوی د فساد يو څو بېلګې دي.له دې هر څه سره الله تعالی د دې ملت په مظلومه طبقه ذليله او وشړل.اوس الحمد لله په افغانستان کې د فساد کچه ډېره راښکته شوې د اوسني حکومت په شفافيت باندې سيګارخپله شاهدي ورکوي. د افغانستان اسلامي امارت د لاسرلوړۍ په
هيله.

ادريس زرمتی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *