افغانستان

د افغان حاجیانو د را ستنېدو لړۍ تر راتلونکو ۱۰ ورځو بشپړېږي

 ارشاد حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د تنظیم مرستیال وایي، افغانستان ته د روانې چنګاښ میاشتې په ۲مه نېټه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شوه، چې د همدې میاشتې تر ۳۰ مې به بشپړه شي.

نوموړي ویلي، افغانستان ته د حاجیانو د بیرته راستنېدو له پیله تر اوسه د هېواد بېلابېلو زونونو ته په ۵۵ پروازونو کې ۱۷زره او ۲۲۹ حاجیان راستانه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه تللي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button