لیکنېمقالی اوتبصرې

د افغان حکومت په اړه د روسيې لیدلوری

د تاريخ په اوږدو کې د روسيې په بهرني سياست کې د افغانستان جیوستراتيژیک موقعیت مهم پاتې شوی دی.مسکو د منځنۍ آسیا هیوادونو قلمرو ته د خپل نفوذ د ساحې په سترګه ګوري. نو له همدې امله افغانستان ورته مهم دی.
روسيې هېڅکله په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو پوځي اشغال ته په ښه سترګه نه کتل او تل به يې دا نيوکه کوله چې امریکا د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو په نوم د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او پر هغوی د حکومتدارۍ غيرې طبيعي او د عمومي ژوند بڼې تحميلوي.
په ۲۰۲۱ م کال کې د بین الافغاني خبرو اترو ناکامېدل او د ا.ا.ا له لوري دويم ځل له‌پاره د کابل فتحه د مسکو له‌پاره کوم د تعجب وړ خبره نه وه، ځکه روسيه لا له وړاندې د ا.ا.ا سره په اړيکه کې وه او د دوحې د سياسي دفتر د استازو کوربتوب يې هم کړی و. د کابل تر فتحې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د ا.ا.ا یو پلاوي له مسکو څخه لیدنه درلوده، همدغه مهال ضميرکابلوف په افغانستان کې د ا.ا.ا له هڅو څخه دفاع وکړه او په عین حال کې يې د کابل اداره د قطر خبرو اترو بهیر پر وړاندې د خنډ اچلو له امله ګرمه وبلله.
د پلازمينې کابل د فتحې پر مهال د روسيې یو خبري آژانس ریانويستي په کابل کې د روسيې د سفارت د معلوماتو پر بنسټ وليکل چې اشرف غني د یوې چورلکې او څلورو موټرونو سره چې له پیسو ډګ و وتښتېد. د روسیې د سفارت د ویاند په وینا دغه ډول انځور د جمهوریت پاشل کیدل منعکس کول او هغه مهال يې پر وړاندې د مسکو ناخوښي راوپاروله. ورته مهال مسکو په افغانستان کې د ا.ا.ا د پرمختګونو په ځانګړې توګه د هیواد په شمالي برخو کې د امنیت ټينګښت د منځنۍ آسيا هیوادونو د امنیت له‌پاره ګټور وباله.
سره له دې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ډله يیزغرب له شتون سره مسکو د خونديتوب او آرام احساس کاو، خو نورو سيمو ته يې د هغه د نفوذ د پراختیا په اړه بیا اندېښمن وو. د داعش له راپيدا کېدو سره يې دا اندېښنه څو چنده شوه.
دا په داسې حال کې ده چې روسيې د افغانستان د اشغال په لومړیو کلونو کې په اصطلاح د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا د هڅو ملاتړ وکړ. ځکه هغه مهال مسکو او پکن په دې باور وو چې په افغانستان کې د سياسي اسلام او اسلامي افکارو پياوړي کېدلو سره به په منځنۍ آسيا او د چین سینکیانګ ایالت کې اسلام پیاوړی شي. نو له همدې امله په يادو سیمو کې اسلامي ارزښتونو ته د غوږ نیونې او پیاوړي کېدنې بلقوه زمينې د روسيې ویره زیاتوي او په دې ډول نه غواړي له ا.ا.ا سره په چټکۍ مخته ولاړه شي.
روسيه داعش ته د ستراتيژیک ګواښ په سترګه ګوري او په دې باور ده چې د دغې ډلې د پياوړي کولو تر شا ډله يیز غرب او سيمه ييز ملګري يې ولاړ دي، ځکه داعش په ۲۰۱۵ ز کال کې په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور پر مهال په خورا چټکۍ سره خپل فعاليت پيل کړ خو د اشغال پر مهال او له فتحې وروسته د ا.ا.ا د پرکېدنه اقداماتو په پايله کې سخت وځپل شو.په دې ورستیو کې داسې شواهد خپاره شول چې ګواکې د داعش سره د ډيورنډ فرضي کرښې هاخوا د حکومت په کچه ملاتړ کېږي او په دې ډول ځينې کړۍ غواړي دغه ډله په سیمه کې د خپلو مخو له‌پاره وکاروي.
همدارنګه روسيه او چين په افغانستان کې د نشه يي توکو له توليد څخه په ويره کې وه او دواړه هېوادونه د مخدرو موادو ډېر روږدي لري او د زياتو تلفاتو ترڅنګ يې د ملي بودجې يوه اندازه پيسې هم پر هغوی لګوي. نو له همدې امله مسکو د نشه یي توکو او په اصطلاح تروريزم په وړاندې مبارزې هڅو سره يو ځای شو، په دې تړاو يې استخبارتي معلومات شریک کړل او د هغه مهال د غرب د لاسپوڅي رژيم سره نظامي مرسته يې د یادولو وړه ده. د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۵ زيږديزو کلونو ترمنځ يې د خپل قلمرو له لارې د تجهیزاتو او اکمالاتو لېږد په برخه کې د اسانچارۍ په موخه مرستې ته را وړاندې شوه. هغه مهال لوړ پوړو روسي چارواکو تمه ښودلې وه چې غربي ځواکونه به د دې هېواد د ثبات تر مخه ونه وځي.
روسيه په ۲۰۱۴ ز کال کې په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو د شمېر کمولو په اړه د اوباما د ادارې پر تصميم هم اندېښمنه وه. روسيه له یوې خوا په ۲۰۱۵ ز کال کې په قرغزستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د هوايي اډې پر تړل کیدو، چې افغانستان ته ورڅخه پوځي اکمالات کیدل خوښه وه له بلې خوا د روسيې د بهرنیو چارو وزير بیا بین المللي ټولنه او ناټو دې ته هڅوله څو افغانستان يوازې تر شا پرې نږدي.
روسيې او ملګرو یې د مسکو فارمټ او نورو ډيپلوماټيکو بنسټونو له لارې هڅه کړې چې د ټولګډونه حکومت په مطرح کولو سره خپلو ذیعلاقو ته د حکومت په اډانه کې لاره هواره کړي، خو مسکو او ملګري يې تر اوسه په دې چاره کې پاتې راغلي دي. په دې اړه ا.ا.ا په تکرار سره ويلي چې اوسنی حکومت د ډېرو هغو هیوادونو په پرتله ټولګډونه دی چې یاده مسئله بار بار مطرح کوي او زیاتوي په خپلو کورنیو چارو کې د چا فرمایشاتو ته اړتیا نه‌لري او نه هم ورته د منلو وړ دي.
د مسکو فارمټ چې د ۲۰۲۱ ز کال را هيسې درې غونډې تر سره شوې، وروستۍ هغه يې د ۲۰۲۳ ز کال د جولای مياشت کې په کازان کې ترسره شوه چې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اميرخان متقي په مشری پلاوي ګډون په‌کې کړی و. په یاده غونډه کې د ټولشموله حکومت تر څنګ، د ډار اچوني او نشه يي توکو اړوند جرایمو پر وړاندې مبارزه او له سيمه‌ييز اقتصاد سره د افغانستان يو ځای کېدو په اړه بحث وشو. د دې تر څنګ د کازان په اعلاميه کې راغلي چې امریکا دې د افغانستان ګنګل شوې شتمني د آزادولو او په سيمه کې د امریکا او ناټو د هر ډول نظامي شتون سره د مخالفت یادونه وشوه.
د مسکو وروستي فارمټ کې افغانستان، متحده عربي اماراتو، عربستان او قطر د ناظر په توګه ګډون درلود خو امریکا غونډې ته نه وه بلل شوې. له دې ډول ناستو څخه د مسکو موخه دا کیدای شي چې د غرب په وړاندې یو ټلواله رامنځته کړي څو په سيمه کې خپل نفوذ وساتي.
له افغانستان څخه د امریکا تيښتې د سيمي هیوادونو لکه ایران، هندوستان، پاکستان او چین رول ته زمينه مساعده کړه. له یو شمېر توپيرونو سره سره چین، ایران، هند او روسیه غواړي د افغانستان په اړه یو له بل سره له نږدې ګډ تعامل ولري.
له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته په سيمه کې د فدارتیفي روسيې له لوري ځينې نظامي هڅې تر سره شوې لکه: د افغانستان پولي ته نږدې د روسیې د پوځي ځواک پیاوړي کول، په منځنۍ اسیا کې خپلو ملګرو هیوادونو ته د مرستې برابرول، نظامي تمرینونه،په تاجیکستان کې د ۲۰۱ مي فرقې ته د نويو سپکو وسلو او نورو اسانتیاوو برابرول، د چین لوېدیځ سینکیانګ سیمې ته څېرمه له چین سره ګډ پوځي تمرینونه يې د یادونې وړ دي.
اوس مهال روسيه له ا.ا.ا سره تعامل لري، د روسيې سفير په کابل کې حضور لري او په پلازمینه مسکو کې د افغانستان سفارت چارې د افغان شارژدافیر له لوري سمباليږي؛ همدارنګه مسکو په وار وار له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې دې د خپل حضور پرمهال د ويجاړیو او ناخوالو حساب ورکړي او د افغانانو کنګل شوې شتمني دې را پرېږدي.
په ۲۰۲۱ ز کال کې د روسيې ولسمشر ولاديمر پوتین ويلي وه چې د شرایطو په ښه کېدلو سره ممکن دوی د خپلو ممنوعه سازمانونو د ليست څخه د ا.ا.ا حذف باندې غور وکړي.
خو د روسيې د نفوذ په ساحه کې واقع قزاقستان تر روسيې پرېکړه دمخه کړه، یاد هېواد د ممنوعه سازمانونو يا ډلو له لېسته د طالبانو نوم لیرې کړ. ا.ا.ا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خنډونو د لیرې کولو په موخه د قزاقستان له دغې کړنې مننه وکړه.
د اشغالګرو له شړنې وروسته په افغانستان کې د امنيتي وضعیت په ښه کېدو سره افغانستان ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سفر او د ټاپي، ټاپ او يو شمېر نورو پروژو د عملي کار د پېل په اړه سره وليدل. دا پرمختګ د افغانانو او پروژه کې ښکېلو هیوادونو په اقتصادي برخليک کې د پام وړ رول لوبوي.
د روان کال د ډيسمبر په ۲۲ مه د روسيې د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي ډيپلوماټ تیموفي بویکوف ويلي وو چې روسیه د کابل سرپرست حکومت سره د اړيکو د پراختیا په حال کې ده. د هغه په خبره دوی باوري دي چې ا.ا.ا د هیواد په وضعیت بشپړ کنټرول لري. هغه زیاتوي دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې مساوي اړیکې جوړوي.
تازه روسیې او چین ويلي چې د افغانستان په اړه يې د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته ځکه سپینه رایه ور کړه چې د ا.ا.ا له هوکړې پرته د افغانستان له‌پاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالف دي.
د روسيې په شمول د روسيې د نفوذ په ساحه کې واقع یو شمېر هیوادونو دريځ نیونو څخه دا استنباط کېږي چې دوی د اوس له‌پاره غواړي له افغانستان سره ټرانزيټي او سوداګريزو اړیکو ته وده ورکړي او دا چاره به د وخت په تېرېدو سره په نورو ډګرونو کې د اړیکو پراختیا ته زمينه برابره کړي.

ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *