افغانستان

د افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې پر پیلېدو ټینګار شوی

د وسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان وسپنې پټلۍ مسوولینو په درې اړخیزه غونډه کې د افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې د لارې نقشې اړوند خبرې کړې. په دې غونډه کې د افغانستان وسپنې پټلۍ رییس د افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو په ژر پیل ټینګار کړی. د یادې ادارې په وینا؛ دې درې اړخیزه غونډه کې د افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې د تفصیلي او تخنیکي امکان سنجۍ مطالعې سرته رسولو او همدارنګه یاده پروژه کې پانګونې لپاره د نړۍ په کچه د پانګه والو جذبولو په موخه پر کلني پلان هوکړه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *