افغانستان

د افغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار شوی

د افغانستان لپاره د بسپنې ځانګړي وجهي صندوق د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.دې صندوق لیکلي، چې افغان راستانه شوي میلیونه تنه د جګړو او طبیعي پېښو قربانیان دي چې لاسوهنی یې تر بل هر وخت اوس مهم دی.د افغانستان لپاره د بسپنې دا ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو له‌خوا په ۲۰۲۱م کال کې جوړ شوی تر څو د راستنوشویو لومړنۍ اړتیاوې بشپړې کړي.ویل کیږي چې له دغه صندوق سره تراوسه د نړۍ څه باندې لسو هېوادونو د څه باندې دوه میلیارد ډالرو بسپنې ژمنې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button