لیکنېمقالی اوتبصرې

د افـغـانـسـتان پر وړاندې پاکستان څه ونه کړل!؟

ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی،چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د داعش د خراسان څانګې ملاتړ کوي…، بې له شکه د پاکستان او د داعش د خراسان څانګې دوستانه اړيکې يو حقيقت دی او سترګې پرې نه شي پټېدای، ځکه پاکستان په دې خاطر د داعش تر څنګ ولاړ دی، چې له يوې خوا افغانستان نا امنه وښيي، له بلې خوا د اسلامي امارت پر حکومت او مشرانو فشار راوړي، چې د بالقوه وسلې په توګه له داعشه هم کار اخيستی شي، په دې اړه په دې وروستيو کې د پاکستان مؤقت صدراعظم انورالحق کاکړ هم په ډاګه وويل،چې ((که اسلام آباد د داعش ډلې ته پناه ورکړي او يا يې ملاتړ وکړي، کابل به يې څنګه احساس کړي!؟))
دا په داسې حال کې ده، چې کله د افغانستان واګې د اسلامي امارت لاس ته ولوېدې ، داعش ډله سخته وځپل شوه او په افغانستان کې خوندي ځايونه ورته پاتې نه شول، نو ياده ډله مجبوره شوه پاکستان ته وتښتي او د پاکستان پوځ او استخباراتو په مېلمستونونو کې مېلمانه شول او له هغه ځايه د پاکستان پوځي اداره یې د افغانستان پر اوسني حکومت د فشار راوړلو لپاره کاروي.
داچې يو هېواد په خپله د داعش يا کومي بلې ترهګرې ډلې د پناه ورکولو او ملاتړ خبره کوي، يا داچې نور هېوادونه د همدغو ډلو ټپلو له لارې تر فشار لاندې راولي، نو بيا ولې دوی خپله پړه پر نورو اچوي او په نړيواله کچه دا نارې سورې وهي، چې موږ ته د افغانستان له خوا د ترهګرۍ ګواښ متوجه دی، يا موږ خپله د ترهګريزو بريدونو قربانۍ ورکوو؟
د پاکستان دغه ډول پاليسي ډېره د خندا وړ خبره ده، چې هم خپله ترهګر روزي او هم يې ملامتيا پر افغانستان ورتپي،ځکه په تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو کې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته دا مالومه شوې وه، چې د ترهګرۍ اصلي سرچينې چېرې او چيرته ترې ګټه پورته کېږي، دغه راز امريکا او متحدينو ته يې اوس جوته شوې، چې له افغانستان خاورې موږ ته هېڅ ګواښ نشته او خپله جوبايډن پر دې اعتراف وکړ، چې هېڅ کومه ترهګره ډله په افغانستان کې شتون نه لري او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان له لوري ګواښ نه متوجه کېږي!
اسلامي امارت هم د سيمې او نړۍ هېوادونو ته په ځلونو ډاډ ورکړی، چې هېڅکله به زموږ خاوره د نورو پر ضد ونه کارول شي او نه به هم جنګي ډلو ټپلو ته اجازه ورکړو، چې په افغانستان کې د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره يو ځل بيا سر راپورته او کورنۍ او بهرنۍ امنيتي اوضاع خړه پړه کړي، نو بيا ولې په افغانستان کې د ترهګرو د احتمالي ګواښونو په اړه امريکا اندېښمنه ده!؟
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو پېښېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، هغه ادعا چې اسلامي امارت تل بې بنسټه بللې ده.امريکا په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو د شتون له امله اندېښنې څرګندوي،چې څو ورځې وړاندې توماست وېسټ له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې په صراحت سره وويل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې موږ له پاکستان سره ولاړ يو، په مخکينۍ ليکنه کې مې د وېسټ له خبرو او ناڅاپي سفر په اړه ليکلي وو، چې پاکستان د تېر په شان يو ځل بيا د افغانستان د ثباتۍ او سوکالۍ لپاره سناريو مخ ته وړي او غواړي له دې لارې خپلو شومو موخو ته ځانونو نږدې کړي او يو ځل بيا پر افغانانو ترهګري او نا امني ور وتپي، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ په دې ښه پوهېږي،چې د ترهګرۍ ځاله خپله پاکستان دی او تل د نورو هېوادونو پروړاندې د سياسي موخو لپاره له ترهګرو څخه ګټه اخلي، خو امريکا پرې سترګې پټې کړي دي.
امريکا د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره هر وخت ضد و نقيض ادعاوې لري، له يوې خوا د خپلې پالېسۍ، پرګرام او پروژې پر بنسټ غواړي پر اسلامي امارت يو ډول نه يو ډول فشار راوړي او خپلې غوښتنې پرې ومني؛ له بلې خوا دا خبره ځکه کوي، چې اوس هم په افغانستان کې د ترهګرۍ وېره شته او غواړي نړۍ ته وښيي،چې موږ د همدې لپاره افغانستان يا اسلامي امارت په رسميت نه پېژنو چې يو ستر لامل يې د ترهګرۍ شتون دی، ځکه نړۍ خو له دوی (امريکا) پوښتنه کوي،نو چې دا پلمه ونه کړي نور به څه ځواب ولري؟

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *