
د افکارو سمون اړوند غفلت!
پوهان تر نظامي جګړې فکري جګړه ډېره مؤثره بولي ، وسايل يې عادي او آسانه لاسته راځي خو پېژندل يې سخت او د زمان په تېرېدو بدلون مومي د تاريخ په اوږدو کفر له يادې جګړې په ماهرانه توګه کار اخيستی،خو مسلمانانو نه مخنيوی کړی او نه يې تخريب رغولی تاريخ ليکونکي د عثماني خلافت په ړنګېدا کې ډېر رول د فکري جګړې بولي او همدا تصديق د عثماني خلافت يو چارواکي د هغه سوال چې د خلافت د سقوط ستر لامل څه و؟ په جواب کې ويلي: بې باوري د قيادت او افرادو ترمنځ ، طبعاً چې دغه د بې باورۍ فضاء کفارو ايجاد کړې وه موږ په خپل هېواد کې جهادي تنظيمونه په مثال کې ښودلای شو چې ترمنځ بې اعتمادي فضا هغې نړۍ ايجاد کړه چې يو وخت يې تمويلوله ځکه هغوی اسلام د نظام په حيث نه غوښت خو فکري جګړه يې دومره مؤثره وه چې د يو هدف ، يوې عقيدې او منزل لارويان يې د يو بل دښمنان کړل!
امريکا چې په افغانستان يرغل کاوه پيل يې په فکري جګړه وکړ له ځمکې لاندې د اشياوو ليدلو ادعا يې په رسنیو بدرګه کړه څو د مبارزې انګېزه ووژني، افغانان چې له کلونو جګړې ځپلي وو بيا رغونې، اقتصاد او حکومت جوړونې شعارونه يې ورته زمزمه کړل ، د اخلاقي فساد، غربي کلتور د مروج کولو او د اشغال پر ضد د جنګېدونکو روحیې ځپلو په موخه سلګونه رسنۍ جوړې او تاسيس شوې امريکا له رسنيو/ تعليمي نصاب څخه په زیاته پيمانه کار واخيست د غرب نننۍ حاکمه مينه د امريکا د فکري جګړې پايله ده.
امريکا په فزيکي لحاظ شتون نه لري خو فکري جوړ کړي اذهان يې لا هم شتون لري فکري تخريب په زنداني کولو يا وژلو نه ختمېږي مشهوره مقوله ده چې فکر به فکر وهې له فتحې را په دې خوا په دې آند وو،چې امارت ته به له ټولو مهم د افکارو تنوير وي، رسنۍ، ادارې به جوړې او استاذان به ياد مسؤليت ته انتخاب کړي خو دا انګېرنه ناسمه وه، په تاسف سره بايد ووایم چې له امارت هاغه رسنیزه دستګاه هم فلج شوه چې د جهاد په مهال يو محکم سنګر و،خو په دې سترګې نه شو پټولای چې لا تر اوسه هغه خلاء اسلام پالو مبارزينو په نشتو امکاناتو ډکه کړې، اړتيا ده چې د فکري سمون په موخه مستقله اداره جوړه شي، په ولايتونو کې د فکري جوړښت تر عنوان لاندې سیمينارونه او غونډې ولري، وخت او بخت دواړه نظام لري امکانات هم پرېمانه دي او که لا هم غفلت کوي مطلب مشران هغه حالت ليدل غواړي چې د روس پر ضد شهيد شوي مجاهد د زوی په څېر د امریکا پر ضد د شهيد شوي مجاهد د زوی له خولې اتلان خاینين او خاينین اتلان اورېدل غواړي.
موږ ويلي وو د يو مسلمان او دا چې رب يو څه د ليکوالۍ په نعمت نازولي يو مکلف يو چې خپل نيک نظرونه شريک کړو د اقتصاد جوړونې تر څنګ لطفاً د افکارو جوړونې ته پام وکړئ لا هم مخلص خلک لری چې مبارزين دي دوی امتیازات او امکانات نه غواړي او دا ستاسو محترمو مشرانو مسؤليت
دی.
احمد منصور