
افغانستان
د اقتصادي مشورتي بورډ جوړېدو طرحه تائيد شوه
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې حکومت ته د اړینو مشورو لپاره د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو طرحه تائيد شوه.له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه بورډ کې به د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو متخصصین او د صنعتکارانو او سوداګرو استازي ګډون ولري.
په خبرپاڼه کې د یاد بورډ د غړو شمېر او د کار د پیل مودې په اړه څه نه دي ویل شوي.دغه راز په دې ناسته کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ د مشارکتي قراردادونو دوې پروژې منظورې شوې او د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ته دنده سپارل شوې چې دا قراردادونه له شرعي اړخه وڅېړل شي.