
د اقلیمي بدلون له امله اوبوته دافغانانو لاسرسی محدود شوی
ملګري ملتونه وایي چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا پرون ویلي چې، د اقلیم بدلون د دې سبب شوی چې په ټول افغانستان کې خلک د اوبو له کمي سره مخامخ شي. اوچا ویلي، د هغو کورنیو چې د اوبو له کمي سره مخامخې دي، په ۲۰۲۱ کال کې یې شمېر ۴۸ سلنه و، چې په ۲۰۲۲ کال کې هغه ۶۰ سلنې ته پورته شوی دی. اوچا ویلي، د روان ۲۰۲۳ کال لپاره په افغانستان کې د اوبو او چټلو اوبو د بحران د حل لپاره څه باندې ۴۷۹ ميلیونه ډالرو ته اړتیا ده. د شویو څېړنو د پایلو له مخې په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د تر ځمکې لاندې اوبو سطحه هم ډېره ټیټه شوې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ تېره اونۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو له اړخه په نړۍ کې له خطر سره مخ څلورم هېواد دی.