دینې لیکنې

د الله سبحانه وتعالی پر وجود عقلي دلائل

د امام اعظم ابوحنیفه (رحمه الله علیه) دليل: يو ملحد د امام اعظم ابوحنيفه (رحمه الله علیه) څخه د الله سبحانه

فرید احمد (مبارز)
د امام اعظم ابوحنیفه (رحمه الله علیه) دليل: يو ملحد د امام اعظم ابوحنيفه (رحمه الله علیه) څخه د الله سبحانه وتعالی د وجود او خلقت دليل وغوښتی، امام اعظم ابوحنيفه (رحمه الله علیه) ملحد ته وويل : مخکې له دې چې مسئلې ته ور داخل شو ته ما ته ووايه: يو کښتۍ چې د هغې تختې خود به خود له ونو څخه جلا کيږي، پخپله کښتۍ ځیني جوړيږي او بيا خپله باريږي، په وسائلو بار بیړۍ د کوم چلوونکي پرته د درياب په سختو موجونو کې حرکت کوي، په سمه توګه خپل مقصد ته رسيږي، پخپله خالي کيږي او بيرته ځي.
د الله سبحانه وتعالی د وجود څخه منکر (ملحد) وويل: داسې کیدل ناممکن دي او دا هيڅ عاقل نه شي منلای، امام اعظم ابو حنيفه (رحمه الله علیه) وويل: افسوس ستا پر حال ته چې دا مني چې يو کوچنۍ کښتۍ د کښتۍ چلوونکې پرته حرکت نه شي کولای، نو څنګه د ځمکې او آسمانونو موجودات چې د حکمت څخه ډک دي، پيدا کوونکی او اداره کوونکی دي ونه لري؟ آيا ددې ستر جهان موجوديت د الله سبحانه وتعالی پرته څنګه ممکن وي؟
ملحد سکوت او بې ځوابه شو، حق ته تسليم شو، او د امام اعظم ابوحنیفه (رحمه الله علیه) په وسيله يې ايمان راوړ.
مناقب ابی حنيفه للمکي، شرح العقيده الطحاویة
د امام مالک (رحمه الله علیه) دلیل: د امام مالک (رحمه الله علیه) څخه یو چا د الله سبحانه وتعالی د وجود دليل وغوښتۍ هغه په ځواب کې وويل: د ژبو او غږونو اختلاف.
وګورئ په نړۍ کې څومره ژبې دي او څومره انسانان؟ خو په ژبو کې يې فرق دی، او د هر انسان غږ د بل انسان د غږ سره فرق لري. تفسير الرازي، معارج القبول لحافظ حكمي.
د امام شافعي (رحمه الله علیه) دلیل: د امام شافعي (رحمه الله علیه) څخه ځينو ملحدينو پوښتنه وکړه، ویل یې: څه دليل لري چې د مخلوق پيدا کوونکی الله سبحانه وتعالی دی؟
امام شافعي (رحمه الله علیه) وويل: تاسې دا قبلوئ چې د توت د پاڼې رنګ، بوی او خوند يو شان یا رقم دی؟ هغوی وويل: هو. امام شافعي (رحمه الله علیه) ورته وويل: پس دا د توت پاڼې چینجۍ خوري وريښم ځیني را وځي، د شاتو مچۍ يې خوري شات ځیني را وځي او پسه يې خوري اولادونه یې ځیني پیدا کیږي، نو دغو شيانو ته دا خاصيت چا ورکړی دی، حال دا چې يوه پاڼه ده؟ نو هغوی قبوله کړه، د امام شافعي (رحمه الله علیه) پر لاس يې ايمان راوړ، د دوی شمير (۱۷) کسه وو. تفسير الرازي، معارج القبول لحافظ حكمي.
د امام احمد (رحمه الله علیه) دلیل: د امام احمد (رحمه الله علیه) څخه یو چا د الله سبحانه وتعالی د وجود په باره کې پوښتنه وکړه؟ امام احمد (رحمه الله علیه) ورته وويل: د هګۍ څخه د چرګې راوتل، چې نه کومه لاره لري او نه هم دروازه، د دننه خوا څخه يې پر خپله موښوکه سوری کوي يو ليدونکی، اوریدونکی او د ښکلي صورت حيوان ځیني را وځي. معارج القبول لحافظ حكمي.
د ملحد د عقل تول: د حق څخه د ملحد د عقل او انکار مثال داسې دی، لکه په لاره کي چي يو کس تير شوی وي، د قدمونو نښې يې موجودې وي، نو دا نښې د انسان پر تریدو دلالت کوي، مګر ملحد وايي: زه دا نښې نه منم، ځکه ما پر دغه لاره د انسان تریدل نه دي ليدلي. يا پر غره باندې یو څه وخت مخکې باران شوی وي، لوند وي چې لوندیدل د باران نښه ده، مګر ملحد وايي: لوندیدل نه منم، ځکه ما باران نه دی ليدلی.
د الله تعالی د وجود څخه د دوی انکار همداسې دی، لکه د الله سبحانه وتعالی د قدرت د ټولو نښو او اثارو څخه انکار.
ای ملحده! آیا ته خپل عقل وينې؟ پخپل بدن کې دې روح وينې؟ کله چې ته د الله سبحانه وتعالی له طرفه تاته درکړل سوی روح نه شي ليدلای، نو الله سبحانه وتعالی به څنګه
وويني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *