دینې لیکنې

د امام شافعي رحمه الله ذکاوت

د امام شافعي رحمه الله له حکمتونو څخه یوه دا دي چې له هغه څخه لاندې پوښتنې وشوې او ځواب یې ورکړ:
پوښتنه: دوه عاقل مسلمانانو شراب وڅښل، نو ولې په یوه باندې عذاب نازل شو او په بل باندې نه؟
هغه ځواب ورکړ،چې یو یې نا بالغه ماشوم او بل یې بالغ و.
پوښتنه: د هغه سړي په اړه څه وایاست چې په یوه پیاله کې يې اوبه وڅښلې، کومې يې چې وڅښلې هغه حلالې وي او پاتې نورې اوبه چې په پياله کې پاتې وې حرامې شوې؟
هغه ځواب ورکړ: هغه سړي نیم پیاله وڅښله او په پاتې اوبو کې یې وینه توی کړه، نو اوبه یې له وینو سره ګډې کړې، نو هغه څه چې په پیاله کې وو هغه پرې حرام شول!
پوښتنه: یو سړی مړ شو او ۶۰۰ درهمه یې پاتې شول او خور یې له دې جایداد څخه یوازې یو درهم ترلاسه کړ، د جایداد د وېشلو شرایط څه وو؟
هغه ځواب ورکړ: دا سړی وفات شو، دوه لوڼې، یوه مور، یوه مېرمن او دوولس وروڼه او یوه خور یې پرېښوده، دواړو لورګانو دوه پر درېیمه برخه واخیستې چې څلور سوه درهمه ده، مور یې شپږمه برخه واخیستې چې سل درهمه کېږي. ښځې اتمه واخيسته چې ۷۵ درهمه ده او دوولسو وروڼو ۲۴ درهمه واخيستل، يو درهم يې خور ته پاتې شو.
پوښتنه: تاسو د هغه سړي په اړه څه وایاست چې په خپل کور کې یې پسه حلال کړ، بیا د اړتیا د پوره کولو لپاره بهر لاړ، بیا بېرته راغی او خپلې کورنۍ ته یې وویل: تاسو پسه وخورئ لکه څنګه چې په ما باندې حرام شوی دی؟ کورنۍ وویل: موږ هم باید…
هغه ځواب ورکړ: دا سړی مشرک و، نو د يادګار په نوم يې يو پسه حلال کړ او د يو کار لپاره يې له کوره ووت، نو الله تعالی ورته د اسلام لارښوونه وکړه او اسلام يې قبول کړ، نو پسه پرې حرام شو او کله چې معلومه شوه،چې کورنۍ یې هم اسلام قبول کړی، نو په هغوی هم پسه حرام شو.

ژباړه فریدالله احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *