دینې لیکنې

د امت حال! ابو عمر

هغه خلک چې د اسلام دعوه کوی او ځانونه مسلمانان بولی، د هغوی په اړه په قرآن مجید او نبوی احادیثو کې ډېر واضح او صریح احکام شته.

هغه خلک چې د اسلام دعوه کوی او ځانونه مسلمانان بولی، د هغوی په اړه په قرآن مجید او نبوی احادیثو کې ډېر واضح او صریح احکام شته. په قرآن مجید او نبوی احادیثو کې ټول هغه خلک خپلو کې سره وروڼه بلل شوی، چې په الله تعالی او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم یې ایمان راوړی او ځانونه مسلمانان بولی.
همدغه شان دوی ته خپل دوست او دښمن هم ورپېژندل شوی، اسلام واضح کړې، هر هغه څوک چې د توحید کلمه وایی، ستا دوست دی او هر کافر او مشرک ستا دښمن دی. قرآن مجید کې واضح ویل شوی: هیڅکله به یهود او نصارا له تا څخه تر هغه راضی نه شی، څو چې د هغوی دین ونه منې.
همداراز په ګڼ شمېر نورو آیتونو کې ویل شوی چې هغه کسان ځانونه مسلمانان بولی، خو له کفارو سره دوستی کوی، نو یقیناً چې دوی د هماغو کفارو له ډلې څخه دی. په ځینو آیتونو کې دغه ډول خلک منافقین بلل شوی.
همدغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان له یو جسد سره مشابه کړی، کله چې د جسد په یوه برخه درد وی، نو ټول بدن ترې نا ارامه وی.
خو له دې هر څه سره سره متأسفانه دا دی وینو چې مسلمانانو خپلو دینی ارشاداتو ته شا کړې او یو مخ د کفارو په دسیسو کې ښکېل دی.
مسلمانان په جغرافیایی، ژبنی، قومی او نژادی برخو سره ویشل شوی، له یوې اسلامی نړۍ څخه څو پنځوس اسلامی هېوادونه! جوړ دی. هر یو بل ته ګوته په ماشه ناست دی، هیڅ مسلمانان له اجازې پرته د بل مسلمان خاورې ته نه شی داخلېدلی، مسلمانان سره وېشل شوی دی. هر یو یې بل خپل دښمن ګڼی. که په یو ځای کې په یو مسلمان تېری کیږی، نور یې هسې تماشه کوی او وایی چې هغه د هغوی خپله داخلی موضوع ده؛ موږ پورې اړه نه لری!
همداراز یوه بله بدمرغی دا ده چې په مذهبی لحاظ د مسلمانانو له منځه نوې نوې ډلې راپیدا کیږی. تقریباً د اسلام په اوایلو کې، یعنې په دوهمه هجری پېړۍ کې څلور امامان (امام ابو حنیفه، امام شافعی، امام مالک او امام احمد رحمهم الله تعالی) د الله تعالی د رحمت په توګه رانازل شول، دوی ډېر لوی مجتهدین وو، هر یو ډېر مخلص او تقوادار وو، هر یو یې د اسلام په هره برخه کې پوره پوره معلومات درلودل، له هر ډول ناوړه خویونو الله تعالی ساتلی وو. حتی تر دې چې ټول اسلامی امت پر دوی راټول ؤ او داسې څوک تقریباً پاتې نه شول چې له دوی څخه ور هاخوا کوم بل مذهب د ځان لپاره غوره کړی، د امت اجماع په دې شوه چې هر مسلمان باید د دغو څلورو امامانو له جملې بلا توپیره د یوه لاره ونیسی. تر دوی وروسته هم لوی لوی علماء تېر شول، خو ټولو د دوی له جملې د یوه اتباع کوله، خو متأسفانه ورو ورو په هره زمانه کې داسې ځان غوښتونکی او جاهل اشخاص راپیدا شول چې حتی په دغو څلورو واړو امامانو کې یې یو هم سم نه باله، په ټولو یې کرښه راښکله او ځان به یې تر دوی ټولو غوره مسلمان او پوه عالم باله، نو یوه نوې ډله به یې راپیدا کړه، اسلامی امت به یې سره ووېشه، پر نورو مسلمانانو به یې د کفر ټاپې ووهلې او د مسلمانانو تر منځ به یې خپل منځی جګړې پیل کړې. له بده مرغه دا لړۍ لا تر اوسه روانه ده تقریباً هره پېړۍ کې څو څو نوې نوې ډلې او فتنې راوځی. څو څو پېړۍ وروسته داسې خلک راپیدا کیږی چې خپل اسلاف، امامان او علماء ناپوهان بولی او خلک د هغوی پر خلاف او خپلې تابعدارۍ ته رابولی! اوس اسلامی امت خپلو کې دومره سره ښکېل او په جګړه دی، چې له کفارو سره د جګړې وخت نه لری او نه هم له کفارو سره دښمنۍ ته د چا پام دی. ټول خپلو کې سره نښتی.
ځوانان مو لګیا دی د کفارو ړوند تقلید کوی. شکل او څېره یې د صلیبیانو په شان جوړه کړې، د خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم په سنتو شرمیږی او د صلیبیانو هر ډیزاین او د کلتور هره برخه د ځان لپاره فخر ګڼی، جهاد او دعوت خو څه کړې، خپل لمونځ اودس لا ترې پاتې. ځینې یې لګیا دی فقط د پیسو زیاتولو ته یې کار ویلی، ځینې یې نه د دین دی او نه د دنیا، فقط ګیم، کرکټ او نورو لهو ولعب ساعت تېریو باندې سر دی. زموږ هیڅ ځوان سره د اسلامی نظام د قیام، د الهی کلمې د لوړاوی او د مقدسو اماکنو د ساتنې فکر نشته. له کفارو سره دښمنی او له مسلمانانو سره دوستی د خلکو له زړونو ختمه شوې. په سلو کې ایله پنځه فیصده ځوانان به داسې وی، چې هغوی به تر یوه حده د امت په هکله فکرمن وی، نور ټول د شیطان په دسیسو کې نښتی. نو ایا له داسې ځوانانو به کفار ویره ولری؟ او ایا داسې خوانانو څخه اسلامی امت کومه د خیر تمه کولای شی؟!
بله بد بختی دا ده چې اسلامی امت په لسګونو هېوادونو وېشل شوی، په هر هېواد یې داسې خلک واکمن دی چې له کفارو سره دوستی د ځان فخر ګڼی، هیڅ داسې هېواد نشته چې په نره او ښکاره ډول د اسلام او مسلمانانو دفاع وکړی، کیدای شی کوم یو به کله نا کله د مسلمانانو د یوې اهمې قضیې په هکله یوه څه وایی، خو فقط د ویلو تر حده او بس. عملاً هیڅ نه کوی او څه چې وایی، فقط د خپلو مسلمانو ولسونو د غولونې لپاره!
د اسلامی هېوادونو! هر مشر کوشش کوی چې د صلیبیانو اعتماد خپل کړی او د نورو په نسبت ځان ورنژدې کړی.
افسوس چې دوی په ذلت کې عزت لټوی او د ځان لپاره حتماً یو صلیبی بادار مومی، که نه په اسلامی نړۍ به د هیچا زور نه ؤ رسېدلی، کله چې په لسګونو هېوادونه په یوه خوله شی، خپلو کې اتحاد وکړی او د کفارو پر خلاف یو دریخ ونیسی، ایا تر دوی به هم بل څوک عزتمن وی؟! ایا نړۍ کې به د دوی په شان پاور او زور بل څوک ولری؟!
نه، هیڅکله نه! کله چې مسلمانان خپلو کې په اتحاد وو او خپل دوست او دښمن یې پیژانده او له جهاد څخه یې زړونو کې وېره نه درلوده، هغه مهال مسلمانان داسې عزتمن او سرلوړی ؤ، چې د نړۍ بل سر کې به هم کفار د دوی تابع ؤ.
نو ای ځوانانو!
راشئ د ځان لپاره عزت غوره کړئ! هر ډول خپل منځی اختلافات او بې ځایه تحمیل شوی تقسیمات شاته وغورځوئ او د الله تعالی په لاره کې مسلح جهاد پیل کړئ، د اسلام او مسلمانانو د سرلوړی او د یو واحد اسلامی نظام د قیام لپاره له باطل پرستانو سره وجنګېږئ. هم به مو ژوند د عزت وی او هم په د قیامت په ورځ د الله تعالی او د خپل محبوب رسول صلی الله علیه وسلم پر وړاندې سپین مخی یاست!
خو که خدای مه کړه، همداسې د غفلت په خوب ویده واست، نو هم به مو د دنیا ژوند په ذلت کې تېر کړی وی او هم به د قیامت په ورځ خوار او ذلیل له کفارو سره یو ځای دوزخ ته غورځول کېږئ.
ځوانانو!
د کفارو هر ډول پروګرامونه، رواجونه او نظامونه رد کړئ!
موږ الحمدلله مسلمانان یو، اسلام یو شامل او کامل دین دی، حتی د اودس ماتی طریقه یې هم بیان کړې، نو ایا په داسې یو شامل او کامل دین کې به د حکومت او نظام طریقه نه وی بیان شوې؟
ولې نه! اسلام د حکومت لپاره خپله نقشه او قوانین لری. داسې قوانین چې د ټولو مسلمانانو او ګرد بشریت لپاره پکې خیر نغښتی.
دغه د کفارو له خوا په یو او بل نوم جوړ شوی باطل نظامونه او نظریې رد کړئ. کمونیزم، دیموکراسی، سیکولریستی، نشنلستی او داسې نور په لسګونو ګمراه او باطل افکار فقط د دې لپاره جوړ شوی چې له مسلمانانو څخه د هغوی عزت (اسلامی نظام) واخلی او مسلمانان مجبور کړی چې د کفارو هر فرمایش ته لبیک ووایی!
ځوانانو!
په دغه پنځوس – شپېته کاله ژوند مه غولېږئ، د قیامت یوه ورځ پنځوس زره کاله ده او د جنت او دوزخ ژوند ابدی دی، داسې چې هیڅ پای او ختمېدل نه لری.
په خپل دین کلکې منګلې ولګوئ او د کفارو هر ډول دسیسې او ډرامې شنډې کړئ.
که نور بیخی نه پوهېږئ او د اسلام په اړه مطالعه نه لرئ، فقط دومره پوه شئ چې هر څه د کفارو خلاف کوئ، له هغوی سره له مشابهته ځان وساتئ، د هغوی هیڅ خبره مه منئ او د اسلام په اړه هر اړخیزه مطالعه وکړئ، خپله علمی سویه مو غښتلې کړئ او د کفارو په پلانونو او دسیسو ځانونه ښه وپوهوئ، ولسونه پرې خبر کړئ، د کفارو او د هغوی د غلامانو (تش په نوم مسلمانانو) پر خلاف مسلمانان راوپاروئ، ذهنونه یې ورخلاص کړئ او د کفارو او منافقینو له شومو ارادو یې خبر کړئ.
که داسې مو وکړل، نو لرې نه ده چې مسلمانان به یو ځل بیا ډېر ژر د خپل لوی برم او عزت څښتانان شی، ان شاء الله…
خو که همداسې د غفلت په خوب ویده وئ، نو په یاد ولرئ چې یوه ورځ به کفار ستا تر دروازې هم درورسیږی، ناموس به دې بې عزته شی، ته به ووژل شې، اولادونه به دې ستا تر مخ په وینو کې لت پت شی، جوماتونو څخه به دې سینماګانې او نایټ کلپونه جوړ شی او بیا به هیڅکله حتی د چا تر مخ د شهادت کلمه هم ونه شې لوستلی!
ونغوذ بالله من ذلک…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *