افغانستان

د امربالمعروف وزارت سرپرست: د روږدو کسانو درملنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي د آغوش ۵ زره بستریز روغتون کې په نشه یي توکو روږدو ۳۵۰۰ تنو ته د ۳ ورځني روزنیز سمینار د پیل په خبرو کې وویل چې د روږدو کسانو درملنه او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل يې د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي روږدو کسانو ته په خطاب کې وویل چې : (د نشه یي توکو کارول مو په ټولنه کې حیثیت له منځه وړي شخصیت مو داغ داره کوي اوس په تاسې د الله جل جلاله لوی کرم دی چې له دې ځمکني دوزخ نه را ووېستل شوئ او د ښه ژوند کولو فرصت یې در کړ؛ موږ په همدې اساس ستاسې د معنوي جوړښت په پار روزنیز سمینار پیلوو چې په دې کې به د امربالمعروف وزارت دیني عالمان تاسې ته د اسلام لومړني احکام در ښیي څو تاسې په جسمي او معنوي توګه خپلو کورنیو ته روغ ستانه شئ.)
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین په دغو مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت له نشه يي توکو سره جدي مبارزې ته ژمن دی او ګړندۍ هڅې روانې دي، چې د روږدو کسانو درملنه وشي.
سرچینې همدارنګه په نړیوالو خیریه بنسټونو او سازمانونو هم غږ وکړ، چې په دې برخه کې د اسلامي امارت لاسنیوی وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *