لیکنېمقالی اوتبصرې

د امریکا له لوري ډېری لګول شوي بنديزونه ولې بې پايلې دي؟

که چېرې د بنديزونو نقشې ته ځير شو، دا به راته څرګنده شي چې د نړۍ کابو درېیمه برخه تر بندېزونو لاندې ده؛ یعنې ۳۳ سلنه وګړي تر بېلابېلو اقتصادي،سياسي او امنيتي تحريمونو تر سيوري لاندې ژوند کوي. بنديزونه په حقیقت کې د یوه هېواد د اقتصاد پر وړاندې اقدامات دي، چې اصلي موخه يې سياسي وي نه مالي.د بنديز له امله د هېوادونو اقتصاد کاواکه کېږي او په‌دې ډول د تحریم شوي هېواد مشرتابه ته غوراوی وړاندې کوي.په بنديزونو کې همدغه هیله تعقیبېږي.
د جنګي پلمې په حيث د ښارونو او کلاګانو فزیکي محاصره اوږد تاریخ لري. همدارنګه اقتصادي بندیزونه او محاصرې د نړۍ په سياسي تاریخ کې له دوه زره کلونو څخه ډېره مخينه لري.
په شلمه پېړۍ کې د اړيکو پراختیا او د اقتصاد د نړيواليتوب سره د حکومتونو له لوري د هغوی د ملي ګټو او بهرني سیاست پر بنسټ د بنديزونو د پراختیا شاهدان يو. له بندیزونو په پراخه کچه استفاده تر دې بریده ډېره شوې چې ملګري ملتونه یې قانوني ګڼي او د نړیوالو شخړو د مخنیوي په موخه له دغې وسیلې تنبهي کار اخلي. همدا ډول د سړې جګړې په پای‌ته رسېدو، دلنډ مهال لپاره د نړۍ یو قطبي کېدل، له هغه وروسته د نویو اقتصادي ځواکونو په راڅرګندېدو سره له بندیزونو د بهرنۍ تګلارې د یوې وسيلې په توګه؛ د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا په معمول ډول ترې استفاده کېږي. یوازې په تېرو دوو لسیزو کې، متحده ایالات د بندیزونو شاوخوا ۷۰ پراخ پروګرامونه پلي کړي چې په ترڅ کې يې د نړۍ په کچه له۹۰۰۰څخه ډېر اشخاص، شرکتونه او اقتصادي سکتورونه اغېزمن کړي،چې واقعيتونو ته په کتو سره يې منفي اغېز تر هدف لاندې هېوادونو کې پر عامو وګړو محسوس دی.
له سړې جګړې وروسته د بنديزونو مکانېزم بله بڼه ځانته غوره کوي، په تېرو دوو لسيزو کې يې بهیر چټک شوی او مهمه لا دا چې پروسه يې د څرنګوالي له اړخه ډېره پېچلې شوې ده. له همدې امله د هغوی د اغېزمنتیا لپاره په نړۍ او ځانګړي توګه په متحده ایالاتو کې لسګونه فکري بنسټونه رامنځته شوي چې په دوامداره توګه د بندیزونو اغېزې څېړي چې حتی ځينې يې د ګټې وټې د يوې وسيلې په توګه ورڅخه له دې لارې ښه عوايد ترلاسه کوي ځکه چې هغوی د خپلو څېړونو پايلې له هغو دولتونو او کمپنيو سره شريکوي چې غواړي د بنديزو له زيانه ځانونه وژغوري.
همدارنګه د بنديزونو د اهمیت په اړه د امریکا بنسټ ايښودونکو هر یو لکه توماس جفرسون د امریکا د خپلواکۍ د اعلام لیکونکی او جیمز مډیسون د امریکا د اساسي قانون پلار، له بنديزونو څخه د بهرني سیاست د وسيلې په توګه ګټه اخيستلو سرسخت پلویان وو.د دوی له نظره د امریکا له ګټو څخه د دفاع لپاره بنديز د جګړې په عوض یو ډېر ښه غوراوی او وسيله ده.د بېلګې په ډول، د هغه لیک په یوه برخه کې چې په ۱۸۰۵ زیږدیز کال کې د جفرسون له لوري مډیسون ته لیکل شوی و راغلي:«نشو کولای چې د بندیزونو اغېز له پامه وغورځو. په واقعیت کې، که د اجرائيه ځواک له لارې د تجارت وسله په مناسب ډول وکارول شي ــ چې زما لپاره په چورلټ ډول ښکاره ده ــ کولای شي چې ملتونه دې ته مجبور کړي چې زموږ حقوقو ته درناوی وکړي». د امریکا درېیم ولسمشر توماس جفرسون په ۱۸۰۸ زیږدیز کال کې د یادې موضوع په اړه ويلي وو:« په بهرني سياست کې درې غوراوي شتون لري:۱ــ بنديزونه، ۲ــ جګړه، ۳ــ تسليمي او باج.» په بېلا بېلو وختونو کې د امریکا له ‌خوا د ځينو هېوادونو پر وړاندې له بندیزونو څخه د استفادې موخې وضعيت او شرایطو ته په کتو سره توپير لرونکې دي؛ د بېلګې په توګه، د سړې جګړې په لومړیو کلونو کې امریکا د کمونېزم د مهار لپاره کمونیستي هېوادونه او هغه چې له دوی سره يې سوداګريز مناسبات درلودل تحریم کړل.همدارنګه يې په اویایمه لسیزه کې پر یو شمېر هېوادونو له بشري حقوقو څخه د سرغړونې په تور بنديزونه ولګول او په اتیایمه لسيزه کې د تروريزم خطر، نشه يي توکو او د وسلو د پراختیا تر شعار لاندې د ځينو هېوادونو پر وړاندې د بنديزونو له وسيلې استفاده وکړه. د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د ایران پر ضد د بنديزونو په چاره کې ښکېل یو چارواکي ریچارد نفیو «د بنديزونو هنر: له داخله لیدنه» په نوم کتاب کې چې په ۲۰۱۸ زږدیز کال کې خپور شو په هغه کې د امریکا د بنديزونو د موخو په اړه ليکلي:« د بنديزونو هدف د سختۍ یا په بل عبارت د ناکامۍ او درد رامنځته کول، څو تحریم شوی هېواد په خپل عمل کې بدلون راولي.» همدارنګه امریکايان په ‌دې باور دي چې ګواکي بنديزونه د خبرو اترو مېز ته د هېوادونو د راوستلو یو ښه وسيله ده.
همدا ډول اغلې آگاته ډمارایس په خپل کتاب «معکوسه پايله: څنګه بندیزونه د امریکا د ګټو په وړاندې د نړۍ لید لوری بدلوي» کې په تفصيل سره ليکي چې څه ډول بنديزونو په تېره لسيزه کې معکوسه پايله لرلې او د امریکا ګټو ته يې ضربه ورکړې ده. دغه کتاب د نړۍ هېوادونو پر وړاندې د امریکا د بندیزونو د ځانګړتیاوو په اړه ګټور معلومات وړاندې کوي او دا ښيي چي:۱) څنګه او ولي بندیزونه په ځینو مواردو کې اغېز نه درلود.۲) ولې او څنګه پوه شول چې د خپلو متحدینو سره د بندیزونو بهیر تعقیب کړي.۳) او بالاخره له ډېرو هڅو وروسته ولې امریکا معکوسې پايلي ته ورسېده او اوس ډېری هېوادونه په دې لټه کې دي، چې پر ډالرو خپل تکیه کمه کړي.
د کتاب ليکواله د بنديزونو د بریاليتوب څلور لاملونه په لاندې ډول په ګوته کوي:
۱- د بنديزونو وخت او دوام، دا چې تر کوم مهاله ثبات او دوام موندلی شي؟
۲-د بنديزونو د پراختیا کچه څومره ده؟ که لمن يې محدوده وي د ليکوالې له نظره به د هغو اغېز ډېر وي.
۳-آيا تحریم شویو هېوادونو د امریکا سره پخوا تجارتي اړيکه درلوده؟ ښکاره خبره ده که له وړاندې ځواکمني اقتصادي اړيکې نه‌وای، نو تحریم شوی هېواد به ډېر نه اغېزمن کېده.د افغانستان اوسني حکومت ته له همدغې درکه ستونزې جوړې دي. د اشغال پر مهال د لاسپوڅي ادارې ډېرې اړيکې د نیواکګرو سره وې.د یادې ادارې د وروستي مشر د دندې پر مهال د افغانستان مرکزي بانګ زیاتې پيسې امریکا ته ولېږدول شوې، چې اوس د هغوی له لوري کنګل شوې او د افغان ولس په وړاندې د فشار د آلې په توګه ګټه ځنې پورته کېږي.
۴- د بنديزونو له ټولو مهم اغېزناک لامل دا دی چې آيا امریکا د هغو په عملي کولو کې نور هېوادونه هم له ځان سره مل کړي دي؟ د کتاب د لیکوالې په خبره، په هغه مواردو کې چې بندیزونه یوازې د امریکا له لوري ولګول شي، اغېز يې ډېر محدود وي. خو زموږ په باور بنديزونه هغه مهال اغېزناک تمامېږي چې یو هېواد کافي نظامي او اقتصادي ځواک او سياسي اراده ولري.
له دې سربېره د امریکا د بندیزونو مخينه دا را په ګوته کوي چې اقتصادي جګړه (بنديزونه) د نظامي جګړې په پرتله ډېر کم لګښته سياست دی؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې د بنديزونو تطبيق اصلي بار د ګڼ ملتيزو شرکتونو او بانکونو پر اوږو وي؛ ياد بنسټونه به د نه همکارۍ په صورت کې د پانګونې فرصتونه له لاسه ورکړي.په کتاب کې یو بل مهم ټکی دا دی،چې امریکا هېڅ وخت خپلو هغو موخو ته چې په رسمي بڼه یې د یو شمېر هېوادونو په وړاندې د بنديزونو پر بنسټ اعلان کړی نه‌ ده رسېدلې، لکه شمالي کوریا، کیوبا، ایران او وینزويلا. ځکه په دغه هېوادونو کې تر ډېره بریده د امریکا موخه د رژیمونو بدلون و،چې تر اوسه په هېڅ یوه یاد شوي مورد کې خپلې موخې ته نه ده رسېدلې. بل‌خوا د یوه تازه رپوټ پر بنسټ چې د امریکا د بنديزونو په اړه خپور شوی، دا په ګوته کوي چې دغه بنديزونه له(۱۹۷۰ زېږدیز) کال څخه را په‌دې خوا یوازې ۱۳ سلنه اغېزناک وو. همدغه بندیزونه په ډېرو مواردو کې نه يوازې دا چې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي، بلکې معکوسې اغېزې يې درلودلی. د بېلګې په ډول، ۷۰ کاله کېږي چې بنديزونو د کیوبایانو ژوند خورا ور تریخ کړی، د هغوی اقتصاد يې ور فلج کړئ او ګڼې نورې ستونزې یې ورته پيدا کړي دي. په عین حال کې، د شمالي کوریا پر وړاندې بندیزونه د دې پرځای چې دغه هېواد دې ته اړ کړي چې د واشنګټن غوښتني ومني، د چین سره د پيونګ يانګ تجارت يې نور هم پراخ کړی.پر عراق شاخوا ۱۳کاله بنديزونه لګېدلي وو، چې د نورو ستونزو تر څنګ د نیم میلیون ماشومانو د مړينې لامل شول؛ دغه بنديزونو د صدام حسین حکومت نسکور نشو کړلی؛ خو امریکا وروسته په زور دا کار وکړ. پر اوکراین د روسيې تر یرغل وروسته پر ماسکو د امریکا په مشرۍ د غرب له لوري د پراخو بنديزونو اغېز هم تت ښکاري.
پورته مواردو ته په کتو سره ویلی شو چې پر افغانستان اوسني بنديزونه تر ډېره بریده عامو خلکو ته سرخوږی جوړوي؛ په ځانګړي ډول په بانکي برخه کې، ځکه ډېر سوداګر، صنعت کاران او عادي خلک د دغو بندیزونو زیان ویني. د افغانستان پر بانکي سیستم بندیزونه د دې لامل شوي چې خلک ونه‌ شي کړای په عادي توګه بهر او یا داخل ته پیسې ولېږي. په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې بنديزونه د افغانستان د اسلامي امارت د نسکورېدو لامل نه‌شول،بلکې د اشغالګرو د نامشروع نظامي مداخلې په پايله کې دا چاره ترسره کړه.
امریکا د افغانستان پر وړاندې په خپل بهرني سياست کې د بنديزونو تر څنګ د نورو وسايلو لکه د قومونو ترمنځ تربګنۍ ته لمن وهنه، پراخ خبري امپريالېزم ، د ښځو حقوق، ټولشموله حکومت… څخه استفاده کوي څو د افغان ملت د مقاومت وړتيا را ټیټه کړي.
همدارنګه کله چې د ثانوي بندیزونو خبره رامنځته شي، امریکایان له اروپايي شرکتونو غوښتنه کوي چې پرته له کوم ځنډه په تحریم شويو هېوادونو کې خپلو پانګونو ته د پای ټکی کېږدئ؛ له هغه پرته د ثانوي بنديزونو خطر سره مخ کېدلی شئ. په داسې یو حالت کې د اروپايي حکومتونو مداخله هم چندان اغېزناکه نه وي.
بنديزونو امریکا د جانبي سياسي ګټو تر څنګ د اقتصادي ګټو څخه هم برخمنه کړې.متحده ايالتونه د بنديزونو له ادرسه د پام وړ عاید لري؛ کومې جریمې چې د (۱۳۹۸) کال تر پسرلي پورې د دغه هېواد له لوري پر بانکونو او شرکتونو راغلي، کچه يې ( ۲۰،۶ ) ميلیاردو ډالرو ته رسېږي. نو د بنديزونو له لارې د پيسو ګټل د امريکا لپاره يوه ښه بهانه ده. امریکا په ډېرې چلاکۍ سره د بنديزونو د ځينو منفي بشري اثارو څخه اوږه خالي کوي. له بنديزونو څخه رامنځته شوي منفي اثار داسې توجیه کوي چې ګواکې دغه پايلې له بنديزونو سره تړاو نه لري او دا د هغوی جانبي آثار دي. دغه ډول توجیه تحریم کوونکي ته دا مجال ورکوي چې د بنديزونو له امله د یو شمېر بشردوستانه رامنځته شویو ستونزو له منلو ځان وکاږي، خو په عین حال کې ټول هغه امتیازات چې له دې لارې رامنځته کېږي، ځانته متوجه کوي.
د آگاته ډمارایس د کتاب بله مهمه موضوع د چین بنديزونو ته ځانګړې شوې چې له اره د نورو هېوادونو سره توپير لري. د کتاب لیکواله په ‌دې باور ده کوم اقتصادي جنګ او بنديزونه چې د امریکا له لوري د چین پر وړاندې پيل شوي، بل داستان لري. چین په نړۍ کې د( ۱۴۵) هېوادونو سره سوداګري لري او د نړۍ د دویم اقتصاد په توګه په هوښیارۍ له امریکا سره مخته روان دی. په حقیقت کې د امریکا بنديزونه هم د امریکایانو او هم د چینایانو په ضرر دي، نو له همدې امله دواړه لوري په ډېر احتیاط سره له بنديزونو استفاده کوي. خو د امریکا له لوري چې کوم تکتیک کارول کېږي هغه دا دی چې، ګڼ ملتيزه شرکتونو ته يې لا له وړاندې دا پوهه ورکړې چې امریکا له چین سره د بندیزونو په مسئله کې تر هر څه وړاندې د خپلو اقتصادي ګټو او موخو په تعقیب کې ده؛ نه د ډيموکراسۍ، بشر حقوق، آزادۍ یا له دیکتاتورو رژيمونو سره مبارزه.له بنديزونو وروسته د دواړو اړخونو(تحريم کوونکي او تحریم شوي هېوادونو) تر منځ دښمني ډېرېږي.دا دښمني هم د حکومتونو په کچه او هم د ولسونو په کچه.تحریم شوی حکومت او وګړي دواړه تحریم کوونکی حکومت ملامتوي او تحریم شوی هېواد د ځان بسياينې په هڅه کې کېږي؛ چې په لومړیو کې تحریم شوی هېواد له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي خو وروسته بیا عادي کېږي.دا چې اوس مهال بین المللي نظام د څو قطبیتوب خواته روان دی او د امریکا د یکتازۍ شېبې مخ پرتمامېدو دي، نو له همدې امله که د امریکا له لوري کوم هېواد باندې بنديزونه لګول کېږي هغه کولی شي خپل لوری د چین یا کوم بل ځواکمن هېواد خواته بدل کړي؛ یعنې د تحریم شويو هېوادونو مخې ته ګڼ شمېر غوراوی شتون لري، نو ځکه د څو قطبي نظام د قرار پر مهال بنديزونه اغېزمن نه ‌شي تمامېدلی، نو له همدې امله ده چې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د لوېديځي نړۍ ډېر بنديزونه به اغېزمن نه وي.نو له دې امله د اسلامي امارت مسوولانو ته په کار ده چې د بنديزونو له ادرسه د ډله ييز غرب د موخو د تحقق مخنيوي لپاره د بنديزونو د مخينې، موخو او عواقبو او پر وړاندې يې د مبارزې لارو چارو په برخه کې د خپلې پوهې او پوهاوي کچه لوړه کړي.

ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *