دینې لیکنې

د امير له فرمان څخه د مخالفت ځينې تاوانونه

۱ – د امير له فرمان څخه مخالفت شرعاً حرام دی ځکه نو څوک چي يې کوي الله تعالی او رسول الله (ص) له ځانه خوابدی کوي.

۲ – د امير د فرمان په منلو کې د ظاهري تسليم تر څنګ ډېر معنويات هم پراته دي،ځکه کوم کسان چې د امير اطاعت کوي کړه وړه به يې د مثبتو معنوياتو څخه ډک وي،خو کوم کسان چې د امير له فرمان څخه مخالفت کوي کړه وړه به يې له معنوياتو خالي وي او په کار کې به يې اخلاص نه وي، کار به يې له برکته خالي وي او د پرمختګ پر ځای به ورځ تر بلي د انحتاط لوري ته روان وي.

۳ – کوم کسان چې د خپل امير اطاعت نه کوي دا په تجربه ثابته شوې،چې د دوی تر لاس لاندې خلک بيا د دوی اطاعت نه کوي.

۴ – کوم کسان چې د امير له فرمانه مخالفت کوي ارومرو به په خپل سريو اخته کېږي او داسې کارونه به ورڅخه کېږي چې ممکن آبرو يې په کې له منځه لاړه شي.

۵ – د امير له فرمان څخه مخالفت د شبهاتو او تهمتونو د پيدا کېدلو سبب جوړېږي او خلکو ته د خبرو کولو زمينه برابروي.

۶ – د امير له فرمان څخه مخالفت نورو مخالفتونو او سرغړونو ته لاره آواروي او په ځينو مواردو کې ممکن خبره تر بغاوت پورې ورسوي.

۷ – د امير له فرمان څخه مخالفت انسان ته پر ناوړو کارونو او ضياع الحقوق جرئت ورکوي او د منفي تساهل مريضي ورته پيدا کوي.

۸ – د امير له فرمان څخه مخالفت بې اعتمادي او بې باوري پيدا کوي او د خدمت روحيه وژني.

۹ – د امير له فرمان څخه مخالفت د امير او مأمور تر منځ منفي تقابل پيدا کوي چې امير عکس العمل ته مجبوروي.

۱۰ – د امير له فرمان څخه مخالفت د تداوم په صورت کې د ډېرو ټکريو او ناخوالو سبب جوړېږي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button