مقالی اوتبصرې

د امپراطوریو هدیره!

احمدي

پورتني کلمات یوه صفتي جمله ده چې نوموړې صفتي جمله د داسي يوې جغرافیه توصیف او ستاینه کوي چې شهکاریو، اتلولیو او میړاني ته یې تاریخونه ګوته په غاښ دي هو کې دا جغرافیه چې د اسیا پر زړه کې یو سترا تیژیک موقیعت لري افغـــــانستان نومیږي هغه هیواد چې د وګړو یې د اشغالګرو سرکوبول، ماتول او لمنځه وړل یو فطري کار ګرځیدلي ده، د وخت بدمعاشانو او د امپریالستي افکارو درلودونکو ته یې تل د عبرت درسونه ورکړي دي.
په تېره یو پیړۍ کې د نړۍ دري سترو امپراطوریو په خپل وار سره په ډیر کبر او غرور تبارز وکړ پر نړۍ یې په زور چل ول … او نورو مختلفو لارو سره خپله واکمني خپروله او ملتونه یې تسخیرول.
افغانستان چې په ټولیزې توګې سره د کمالاتو یوه ټولګه ده نو طبیعي ده چې هـــر اشغالګر یې دنیواک هڅه کړي ده او د دي خاوري تر نیواک پورې يې خپلي هیلي او ارمانونه تړلي دي، مګر هر اشغالګر او متجاوز چې دي غیوري خاوري ته راغلی لایزال رب جل جلاله یې همدا ځای د زوال او پرځیدا ځای ګرځولی دی.
د افغانستان د غیور مجاهد ملت پر لاس يې ماته خوړلي او په تاریخي شرمونکي ماته یې سر شوی.
انګریزي امپراطوري چې په اړه به یې ویل کیدل چې : په امپراطورۍ کې یې لمر غروب نه کوي. پر دي :مانا چې دومره زیاتي سیمي او هیوادونه یې تر کنټرول لاندي دي، خو کله چې دي د غیرتونو ټاټوبي ته داخل شول بار بار له ماتو سره مخ شول د دي وطن په میوندونو کې ملالیو داسي د همت ټپي وغږولي چې د اشغالګرو په مقابل کې د مجاهدینو غورځنګو لا ګړندي او تاند کړل او برطانوي تاړاک یې له ماتي سره مخ کړ، د همدي ملنګو افغانانو په وزله د شرقي هند کمپنۍ له وحشتونو څخه ټوله منځنۍ اسیا او نور هیوادونه وژغورل شول.
تردي وروسته د شوروي اتحاد سرو لښکرو میدان ته را ودانګل د کارل مارکس لخوا د کمونیزم د الحادي نظریه د ایجاد وروسته (لینن) او د دوی لارویانو د دي پلیتي مفکوري د تطبیق لپاره میلونونه انسانان تر تیغ تېر کړل یواځي په منځنۍ اسیا کې یې تر اولس میلونه پورې انسانان ووژل ترڅو کمونیزم د ټولو د ژوند یوه برنامه وګرځي، دتودو اوبو ارمانجنو فوځونه په کمال حماقت او بي عقلۍ سره نه یواځي داچې تاریخ ته وګوري په غازي او مجاهد هیواد افغانستان باندي یرغل وکړ، هيڅ قسم وحشت څخه یې دریغ ونه کړ، بمبارونه، قتل عام، ویجاړول، زندانونه … … او هر ډول بدو اعمالو څخه یې صرفه نه کوله، خو مقابل کې یې په تش لاس خو دایمان او عقیدي په قوي جوهر سمبالو افغانانو زمونږ نیکونو او مشرانو داسي په کروړلي هوډ او پیاوړي متین عزم سره مقابله وکوله چې سري لښکري یې د سرو او بو په ارمان په خپلو سرو وینو ولمبولي، د هیواد هره توکړه یې روسي نیواکرو ته سره تبۍ و ګرځوله.
روسانو چې خپل ناسور زخم په انتهایې خراب حالت کې لیده او نور یې له یوه اړخه هم نشو کولای چې په دي سپيڅلي خاوري کې تم شي په لویدلي او پرځیدلي حالت کې په ذلت سره له دي پاکې شهید پرورې خاورې څخه ووتل او اتلو مجاهدو افغانانو د تاریخ پر پاڼه یوه بله ویاړلي سوبه ثبت کړه د وارسا بلاک ته یې د پای ټکی کيښود او ګورباچوف ته یې د خپلو عسکرو تابونه د ډالۍ په توګه ولیږل. داستره بریا پر همدي د سلواغي په شپږویشتمه ورځ له نن څخه 33 کاله وړاندي الله جل جلاله مونږ ته په خپل نصرت سره پیرزوه کړه او هیواد مو د اتحاد جماهیر شوروي څخه ازاد شو زمونږ استقلال اخیستل د منځنۍ اسیا د ډیرو هیوادو د استقلال سبب شو او دا هرڅه دلوی خدای جل جلاله نصرت او زمونږ د مجاهد او غیرتي اولس د بې شمیره قربانیو ثمره وه چې د نړۍ بل امپریالیستي ځواک را وپرځید
تردي وروسته د امریکا جمعه ناټو بې رحمانه او احمقانه اشغال او پر وړاندي یې زمونږ د قربانیو یو اوږ تسلسل او جریان له هيچا څخه پټ نه دی د دوی شرمونکې ماتي یو بل ویاړ دی چې افغانان او دا غیوره جغرافیه د لوی خدای جل جلاله په فضل تري برخمنه ده.
همدا لامل دی چې دا دعلماوو او شهداوو ټاټوبي د امپراطوریو په هدیري باندي شهرت لري او په یوه پیړۍ کې یې د نړۍ دري امپراتورۍ د ماتي په برخلیک اخته کړي. الحمد لله چې د روسي ښکیلاک د ماتي 34تلین په داسي حالت کې لمانځو چې هیواد کې مو اسلامي نظام حاکم دی او د بشپړې ازادۍ او خپلواکۍ درلودونکې یو.
لویه خدایه مونږ ته د شکر اداء کولو توفیق رانصیب کړي امین.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *