افغانستان

د امیرالمؤمنـین حفظه الله په فـرمان سـره به دوه زره زندانیان ازاد شي

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې مسوولین وایي چې د امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوی هبة الله اخند زاده حفظه الله د یوه فرمان په ترڅ کې به د هیواد له مرکزي زندان څخه ۲۰۰۰ تنه زندانیان ازاد او له خپلو کورنیو سره به یوځای شي.
ویل کیږي چې د سترې محکمې مسوولینو دغه وینا رسنیو ته په یوه خبرې ناستې کې کړې ده.
د سترې محکمې مرستیال حافظ عبدالولي محمود وویل چې د یادو بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د یوشمېر نورو بندیانو د بند موده کې هم کمښت راغلی دی.

حافظ محمود وویل: ((ډېری بندیانو جنايی جرمونه کړي چې پر اخلاقي فساد او غلاوو تورن دي او ځینې یې پر حق‌العبد باندې تورن دي چې د دې تخفیف برخه نه‌دي.))
د سترې محکمې چارواکو همداراز وویل چې د بندیانو د خوشې کېدو په لومړي پړاو کې پرون، له پلچرخي زندان څخه ۴۰۶ بندیان چې ۴۰ ښځې او ۲۸ ماشومان پکې شامل وو، ازاد شوي دي.
نوموړي وویل: ((هغو بندیانو چې زندان کې پر خپلو جرمونو او کړنو پښېماني ښودلې او اصلاح شوي، ازادېږي.))
د زندانونو چارو د سمون ادارې د پاليسۍ مرستيال عبدالله همدرد دې خبري ناستې ته وویل چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر به تر کوچني اختره بشپړ شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال حبيب‌الله بدر د هیواد په زندانونو کې له بنديانو سره د ناسم چلند ادعاوې ردوي. نوموړی زیاتوي چې یو شمېر مغرض کسان داسې اوازې خپروي چې ګوندې په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند او له سختۍ کار اخیستل کیږي چې د منلو نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button