دینې لیکنېلیکنې

د امیر المٶمنین حضرت عمر فاروق (رض) خلافت

د اسلام دغه ستر سالار ، د شجاعت لویه اُلګو ، د عدل او انصاف تله ، د مجوسيانو ټکوونکى ((فاروق اعظم)) د امیرالمٶمنین حضرت ابوبکر صدیق (رض) له وصیت سره سم (د هجرت په 13 کال) د مسلمانانو امیر او د اسلامي ادارې زعيم وټاکل شو چې تر 23 هجري قمري کال پورې یې د مسلمانانو اسلامي خلافت ښۀ په مېړانې سره مديريت کړ.
د دۀ مبارک د خلافت په دور کې لاندې اهمې او تاریخي کړنې تر سره شوي دي:
ا- د قادسیې فتحه : د اسلامي لښکر شمېر له 4000 څخه تر 6000 پورې رسېدلو چې مشري یې لوی فاتح او ستر شخصیت (سعد ابن ابي وقاص) کوله او د فارسیانو (اوسني ایرانیان) تعداد 80000 زره ٶ چې قومانده یې د رستم په لاس کې وه په پای کې دا جگړه د مسلمانانو په ګټه ختمه او رستم هم قتل کړاى شو.
ب – د اجنادین جګړه :
دا جګړه هم د مسلمانانو په ګټه تمامه شوه.
ج- د ټولو پیغمبرانو قبله (بیت المقدس) هم د دغۀ ستر فاتح په دوره کې فتح شو او دیهودو + نصارا ٶ ملاوې ماتي شوې.
ه- تستر او السوس فتح شول ، هرمزان هم اسیر شو.
و- د نهاوند جګړه :
د اسلامي لښکر د زمریانو مشري (نعمان بن مقرن) کوله؛ چې د دې اتلانو تعداد 30000 زره ٶ او د فارسیانو تعداد (د دوى په پرتله) تر څلور برابره هم زیات و ، مگر د (الله په نصرت سره) اسلامي لښکر فاتح شو او فارسي امپراتورۍ تاريخي ماتې و خوړله.
ز- د اسلام لوی زمری ، د الله(ج) توره (خالد بن ولید) هم په همدې مبارکه دوره کې د دې دنیا له ستړي او ستومانه ژوند سره مخه ښه وکړه او د اجل داعي ته یې تن کېښود. انالله وانا الیه راجعون.
په پای کې دا لوی امیر هم د سهار په لماځه کې د ابو لوءلوء مجوسي (چې د مغيره ابن شعبه غلام) له خوا د مسموم شوي خنجر په واسطه په شهادت ورسید .انا لله واناالیه راجعون.
مگر شهادت ته نږدې یې د اسلامي خلافت لپاره يې د لاندې کسانو شورا جوړه کړه.
1- حضرت طلحه ابن عبيدالله (رض).
2- حضرت زبیر ابن عوام (رض).
3- حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض).
4- عبدالرحمن ابن عوف (رض).
5- حضرت عثمان ابن عفان (رض).
6- حضرت علی ابن ابی طالب (رض).
په پای کې حضر عثمان ذو النورین (رض) انتخاب او د اسلامي امت لپاره خلیفه و ټاکل شو.

امين وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *