
د انارو بې شمېره ګټې!
د انار سرې او ښکلې دانې په ظاهره ډېرې کوچنۍ ښکاري؛ خو که په ګټو یې خبر شئ، نو پوه به شئ، چې همدغه وړې دانې ډېرې قوي دي.
انار چې په افغانستان کې یې هم څو ډوله پیدا کېږي،په کور د ننه او نوره نړۍ کې له ځانګړي شهرته برخمن دي. که په نوره نړۍ کې د کندهار نوم اخلئ؛ نو ښايي ګڼو بهرنیانو ته د کندهار غټ او د ستر حجم لرونکي انار ور یاد شي، هغه چې تر دوی تازه رسېدلي او په خوند خوند یې خوړلي دي.
له دې پرته که په کابل، ننګرهار، لوګر او یا کوم بل ولایت کې د تګاب نوم واخیستل شي؛ نو له سختو جګړو سره، سره به یې د خلکو سترګو ته دوهم انځور د انارو د ډکو باغونو ودرېږي.
ډاکټران وایي، چې انارو کې د روغتیا او وجود ته د ګټې رسونې یوه ستره خزانه پټه ده.
په انارو کې ډېره اندازه فایبر انرژي موندل کېږي، همدغه ګټوره تازه مېوه په يوازې ځان د ګڼو ناروغیو ځواب ویلی شي او ډول ډول ویټامین، قند او ناروغي ضد مواد یې خوړونکی له روغتیايي پلوه تقویه کوي.
د امریکا متحده ایالاتو د پینسلوانیا ایالت د دولتي پوهنتون ښوونکی ډاکټر پیني کرس وايي: د انارو یوازې شوخ سور رنګ هم د لېدونکو لپاره کافي دی او د دانو په پوخ سور رنګ یې د وګړو نظر خوږېږي.
د ده په خبره: د انارو په سرو دانو کې پولي فینول دي، چې انسان بدن له ژر زړښت نه ساتي او له دې پرته د بدن دننه سوزش (انفلیمیشن) هم کموي.
طبي ماهرین وایي: د انارو په یوه پیاله دانو کې ۷۲ کالوري موندل کېږي.
په همدومره دانو کې ۱۶ ګرامه کاربوهادیریت او ۳ ګرامه فایبر موندل کېږي.
له دې پرته په انارو کې فولیټ، وټامین K او پوتاشیم هم وي، چې عضلاتو ته یې ډول ډول ګټې رسېږي.
همداراز انار پیونیسک اسید لري، چې په اصل کې د فیټي اسید یو ډول دی او ګڼې طبي ګټې لري.
په ایران کې انارو ته «د موسم جواهرات» وايي او په پخوانیو تمدنونو کې ویل کېدل: کله چې د انارو ونه ګل وغوړوي، نو دا د خوشحالۍ، پراختیا او ښېرازتیا نښه ده.
انار د شکرې ناروغۍ لرونکو ته ګټور بلل شوي او که څوک د ګردو او سږو درد لري؛ نو انار دې استعمال کړي، تر څو یې دردونه کم شي.
په ځینو طبي څېړنو کې ښوودل شوې چې انار د زړه ناروغیو ته هم ګټور دي.
په څېړنو کې ویل شوي: دا چې انار سوزش (خارښت او ګرمایش) کموي او شریانونه پراخوي؛ نو د زړه ناروغانو ته هم ګټه رسولی شي؛ خو په دې اړه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.
له انارو نه د فشار (بلډ پریشر) په کنترولولو کې هم کار اخیستلی شو.
په ۲۰۱۷ کال کې په ګڼو ناروغانو ۸ مهمې څېړنې، سروې ګانې او روغتیايي تجربې شوې، چې پر اساس یې ناروغانو باندې د انار اوبه (جوس) وڅښل شول، نو د هغوی لوړ فشارونه یې عادي کچې ته راوستل. که چېرې په کور کې د لوړ فشار ناروغ لرئ؛ نو د انارو جوس پرې وڅښئ؛ خو ډېر پام وکړئ، چې د جوس مقدار زیات نه وي. دا چې انار د وینې فشار ژر را ښکته کوي؛ نو زیات مقدار به یې ستاسې د ناروغ فشار بیخي ټيټې کچې ته بوځي. له دې پرته ځينې وګړي د انارو له زیاتو اوبو څښلو وروسته د بد هضمۍ شکایت هم کوي؛ نو ځکه په دې برخه کې زیات احتیاط په کار دی.
ژباړه: عابد سمسور