افغانستان

د اوبو او انرژۍ وزارت: له۱۳۰ چکډیمونو څخه ۵۰ ګټه اخیستنې ته سپارل شوي

شریعت :په هېواد کې د اوبو کمښت یوه اساسي ستونزه ده. ددغه ناورین له امله نه یوازې هوا ته زیان اوښتی دی؛ بلکې د برېښنا پرچاوي هم ورسره زیاته شوې ده. د همدې ستونزو د حل اړوند د اوبو او انرژۍ وزارت هم دغه ستونزه مني، خو په وړاندې یې په بندونو او چکډېمونو جوړولو لاس پورې کړی، چې باور کېږي د وچکالۍ ستونزه به تر یوه حده مهار کړي. په همدې هکله مو د یاد وزارت ویاند مطیع الله عابد سره خبرې کړې، چې مونږه یې درته د پوښتنې او ځواب په بڼه مخته ږدو:
پوښتنه: د کجکي بند کې د برښنا د زیاتوالي خبر ورکړل شوی دی، ایا دا تغیرات یې د اوبو د زیاتوالي له امله دي او که بل لامل لري؟
ځواب: نوموړي تغییرات د نوو تاسیساتو له امله دي چې اوسمهال یې د دویمې برخې چارې، چې د خدماتي پرچاوي جوړول، د هغې د دروازو نصبول او د اضطراري پرچاوي جوړول پکې شامل دي، ۱۰ سلنه بشپړې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د کجکي بند د دویم فاز د لومړۍ او دویمې برخې د چارو په بشپړېدو سره به د نوموړي بند د اوبو زیرمه کولو وړتیا له یو میلیارد متره مکعب څخه ۲.۰۲ میلیارد متره مکعب ته، د اوبولګولو وړتیا له ۱۰۰ زره هکټاره څخه ۲۷۶۰۰۰ هکټارو ته او د برېښنا د تولید وړتیا به له ۵۱ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته لوړه شي.
پوښتنه: د تېر کال وچکالۍ د کجکي بند په اوبو کې څومره کموالی راوستی دی او د سږکال وړاندوینه مو څه ده؟
ځواب: تېر کال د کجکي بند اوبه په نشت حساب وې، هیله ده چې سږکال دومره اوبه ولري، چې حداقل د بند ساختمان له تخنیکي عوارضو خوندي وي.
پوښتنه: د دغه بند اوبه له کومو ذخایرو څخه پوره کېږي؟
ځواب: د کجکي بند د هلمند په سیند جوړ شوی دی، چې سرچینه یې د بابا غرونو له لړۍ د پغمان له غرونو څخه ده.
پوښتنه: دې ته ورته په نورو داخلي بندونو مو څومره کار کړی دی؟
ځواب:
۱. د بخش آباد بند د لومړي فاز چارې په بشپړېدو دي، نوموړی بند ۲۷ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او ۶۸۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
۲. د پاشدان بند ساختماني چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي، ابتدایې چارې په ساحه جریان لري، تېر کال د اوبو او انرژي وازرت تقریبا یو میلیارد افغانۍ پکې مصرف کړی دی، نوموړی بند هم ۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او ۱۳۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي.
۳. د شاه او عروس بند چارې ۹۹ سلنه پرمخ تللې دي، ۱.۲ مېکاواټه برېښنا تولیدوي.
۴. د کجکي بند د ۱۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، ټولیز ظرفیت یې ۲ میلیارده متر مکعبه اوبه دي، د دویم فاز چارې یی ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي، لومړی فاز یې تقریبا تکمیل دی.
۵. د توري بند چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي، په راتلونکي دوه دریو میاشتو کې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
۶. د کمال خان بند چارې هم ۹۸ سلنه پرمخ تللي دي چې ۹ میګاواټه برېښنا تولیدوي اوس یې پر پاورهوز کار روان دی.
۷. تر دې مهاله د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ۱۳۰ چکډمونه قرارداد شوي دي، له جملې یې ۵۰ ګټه اخیستنې ته سپارل شوې دي.
۸. د ۴۰۰ ملیون افغانیو په ارزښت د آمو سیند تحکیماتو پروژې په ساحه کې جریان لري.
۹. د هېواد پر ۱۷ بندونو د حفظ او مراقبت پروژې پلي شوي دي او بیا ځلې د استفادې وړ ګرځېدلي دي.
۱۰. او داسې نورې د متوسطو بندونو کانالونو او سربندنو پروژې تر کار لاندې دي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *