
افغانستان
د اوبو مديريت لپاره ۴۱۱ پروژې پلان شوې
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، هېواد کې د روانو اوبو د کنټرول لپاره د بندونو ۴۱۱ پروژې چې د پنځه کلونو لپاره پلان شوي، له ډلې یې د ۱۳۷ پروژو چارې پیل شوې دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د شاه توت بند، للندر، د سروبي بند دویم فاز، باغدره او شاوعروس بند بشپړېدل شامل دي، چې د کابل ولایت د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي. بلخوا د دغه وزارت ویاند وايي، چې د شاوعرس بند د پروژې ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې چارې به یې تر راتلونکي کاله پورې بشپړې شي. د کارپوهانو په اند په هېواد کې د اوبو د چارو تنظیم د هېواد د کرنې او انرژۍ د سکټورونو له ودې سره مرسته کولی شي.