
د ایران د دفاع وزیر: جګړه ودروئ، کنه وبه ځپل شئ
د ایران د دفاع وزیر محمدرضا قرایي اشتياني په یوه بیانیه کې د امریکا متحده ایالاتو ته ګوتځنډڼه کړې چې په غزه کې دې جګړه سمدلاسه ودرول شي او اوربند دې و شي.ده پرون یکشنبه په خپل اېکس ولیکل: ((جګړه بس کړئ، کنه درانه ګوزرارونه به ووینئ.))تر دې وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم ویلي و چې د صهیونسټي رژيم جنایتونه له سرو کرښو اوښتي او هر څوک یې پر وړاندې اقدام کولی شي.دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له ایرانه غوښتي، چې د اسراییل او حماس تر منځ جګړې ته لمن ونه وهي.ایرانی دفاع وزیر داسې مهال امریکا ګواښي چې په غزه کې د صهیونسټ رژیم هوایي بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي. د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنهیي هم د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره لیدلي و او یو ځل بیا یې د غزې له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ.خامنیهیي ته منسوب ټویټر کې لیکل شوي و چې ده اود هنیه پر یو لړ مهمو سیاسي موضاعاتو او وروستیو بدلونونو خبرې اترې کړي دي. وړاندې راځي چې په دې کتنه کې د حماس د سیاسي دفتر مشر خامنیهیي ته د صهیونسټو د جنایتونو په اړه هم راپور اورولی.د ایران مذهبي مشر د نړۍ پر مسلمانانوغږ کړی چې دغزې په تړاو دې غلي نه پاتې کیږي او د فلسطین ملاتړ ته دې راودانګي.