افغانستان

د ایران د سړکونو او ښار جوړولو استازي: ایراني شرکتونه د افغانستان د پراختیایي پروژو داوطلبۍته چمتووالی لري

د ایران د سړکونو او ښار جوړولو وزیر ځانګړي استازي سید حسین میرشفیع پرون د افغانستان د ټولګټو وزارت له سرپرست ملا محمد عیسی ثاني سره په کتنه کې وویل، ایراني شرکتونه چمتو دي، چې د افغانستان د پراختیایي پروژو په داوطلبۍ کې، چې د کانونو او یا هم د بودیجې په بدل کې پلې کېږي، برخه واخلي.دغه کتنه، چې پرون د ټولګټو وزارت د سرپرست په کاري دفتر کې تر سره شوه، پکې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح او د ایران سفارت اقتصادي مستشار شیرزادی هم شتون درلود.
د ټولګټو وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل چې افغانستان او ایران دوه ښه ګاونډیان او دوست هېوادونه دي.
هغه د ترانسپورتي او ترانزیټي زېربېناوو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
دواړو لوریو د ابو نصر فراهي (۷۸ میل) سړک د پاتې رغنیزو چارو په بشپړولو، د ورېښمو د دویم پل جوړول، د دوغارون ۵۰۰ متره سړک، چې له وړاندې د ایران له لوري جوړ شوی دی د نیمایي لګښت ورکړه، د ورېښمو دویم پُل د جوړولو په داوطلبۍ کې د دواړو هېوادونو د ساختماني شرکتونو ګډون او د سالنګونو لویې لارې د نوي تونل له مسیر څخه د ایراني انجنیرانو د لیدنې په اړه مفصلې خبرې اترې وکړې.
د ایران هېواد د سړکونو او ښار جوړولو د وزیر ځانګړي استازي په دغه کتنه کې لېوالتیا څرګنده کړه او ويې ویل چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي زیربناوو د بیارغونې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د افغانستان له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې د ابو نصر فراهي سړک د کار د بشپړولو او د نویو پروژو د پیل په اړه، د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال او د ایران د سړکونو او ښار جوړولو وزیر د ځانګړي استازي ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *