
د ایپل لومړنی کمپیوټر په ۲۲۳ زره ډالره لیلام شو
د ایپل امریکایي شرکت لومړنی کمپیوټر د دغه شرکت د شريک بنسټ ایښودونکي ستیو وازنیک له لاسلیک سره د یوه لیلام په ترڅ کې په ۲۲۳ زره امریکایي ډالرو وپلورل شو.د امریکا په بوستون کې د RR Auction لیلام خونې په حواله دغه کمپیوتر چې Apple I یا ایپل یو، نومیږي اوس هم کار کوي. دغه کمپیوټر په ۱۹۷۶م کال کې د ایپل شرکت د لومړني کمپیوټري محصول په توگه بازار ته وړاندې شوې و. یاد کمپیوټر چې د ستیو وازنیک له خوا طراحي شوی وو له ۱۹۷۶ تر ۱۹۷۷م کاله پورې یې شاوخوا ۲۰۰ کاپۍ جوړې کړای شوې وې. دې کمپیوټر د هغه شرکت په رامنځته کولو کې مرسته وکړه چې اوس ۳۰۰۰ میلیارده ډالره ارزښت لري. د RR Auction لیلام خونې اټکل کړی وو چې دا کمپیوټر به تر ۲۰۰ زره ډالرو پورې وپلورل شي.دغه کمپیوتر په ۱۹۸۰م کال کې د ماساچوست فرامینگهام په یوه نندارتون کې وپلورل شو او په ۱۹۸۰ لسیزه کې ترې کار اخیستل پیل شوي وو.