
د باختر غوړیو شرکت بیا فعالیت پیل کړ
عزم : د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې له یوې لسیزې ځنډ وروسته د باختر په نامه د نباتي غوړیو یوه شرکت پر کار بیاځلې پیل کړی دی.مسؤلين وایي چې د باختر د نباتي غوړیو شرکت یوه لسیزه خپل فعالیت تړلی و چې د مسؤلينو په هڅو یې بېرته پر فعالیت پیل کړی. دوی وایي چې د یاد شرکت پر بیارغولو نږدې یو نیم میليون افغانۍ لګښت راغلی چې ټول لګښت یې دولت پر غاړه و.د بلخ ولایت د مسؤلينو په وینا چې دا شرکت په یوه ورځ کې له ۴-۶ زرو ټنو غوړیو د تولید ظرفیت لري، چې شاوخوا ۶۰ تنه په کې پرکار بوخت دي.د باختر کارخونې مشر ویلي چې باختر له نړیوالو معیارونو سره سم نباتي غوړي تولیدوي او بازارونو ته یې وړاندې کوي.یاده دې شي چې تر دې وړاندې د مرکز په هڅو د سپین زر په نامه یو لوی شرکت بیاځلې پر فعالیت پیل وکړ چې چارې یې کلونه کلونه په ټپه درېدلې وې.