افغانستان

د بامیانو – دایکنډي سړک د بیارغولو چارې پيل شوې

د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د بامیانو – دایکنډي ترمنځ د سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالخالق حقمل وویل، چې دغه سړک د ۴۱ کیلومترو په اوږدوالي د قوناق کوتل څخه پیل شوې، چې په جوړېدو سره به یې د تګ – راتګ پر وړاندې شته ستونزې حل شي.
حقمل زیاته کړه، چې د دغه سړک د بیارغولو چارې به د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ماشینرۍ په واسطه ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *