تاریخ او جغرافیه

د بدر په لور

هسې هم د سړي زړه کې مقدس او تاريخي ځايونه ځانګړی ځای لري،په ځانګړي توګه افغانان،خو د تبرک نړۍ ته ډېر پابند او تل یې د تبرکاتو بازار ګرم ساتلی، د نبوي مبارک مسجد په غېږ کې مو د سهار لمونځ اداء کړ، له لمانځه وروسته مو د ستر پیغمبر (ص)روضې مبارکې ته د سلام وياړ هم خپل کړ، د جنة البقيع زيارتونه مو هم وکړل، کله چې له مسجد را وتلو راسره ملګري ډاکتر محمد رحیم عمر راته ویل:

مولوي صاحب نن به د بدر د غزا ځای ته ورځو څو هلته د الهي نصرت د نندارې تر څنګ د شهیدانو د زيارت او دعا وياړ هم خپل کړو، ما ورته د نورو مصروفیاتو وویل، ده راته ویل:

ضرور به راسره ځې موږ هلته د يادې غزا په اړه درنه پوښتنې کوو، د مسجد له مبارکې احاطې په ٣١٥ نمبر دروازه د باندې شولو، لږ مخته یو موټروان ولاړ و او ویل یې: تر بدر په ٢٠٠ درسره ځم، مخته يې ټيکسي موټر درولی و، ورسره روان شولو، د لارې په اوږدو کې مو د يادې غزا او مقدسو ځایونو یادونه کوله، د شفا په نوم کوهي سره دمه شولو او اوبه مو یې وڅښلې، دغه راز د یو بل تاريخي څای سره هم څو شيبې ودرېدو.

د بدر غزا چې د هجرت په دویم کال د رمضان المبارک په ١٧ تر سره شوې همدلته ورسیدلو لومړی مو د جبل الملائکة ننداره وکړه، جبل الملائکة هغه مبارک غر دی چې د لوی رب له لوري د مجاهدینو د نصرت په پار ملائکې راښکته شوې، دغه غر له ریګ جوړ او زيړ رنګ يې لرلو، له دې وروسته د مسجد څنګ ته راغلو دلته په لوحه دغه آيت لیکلی و؛ ژباړه: یادکړئ! هغه وخت چې کله تاسو په ډېرې نیږدې غاړه کې وئ او هغوی په ډېره لرې غاړه کې وو او قافله له تاسو نه لاندې وه.)) سورة انفال ٤١ ایة

لاندې طرف ته لوی میدان و، هلته يو ځای ډبرې ټولې وې د کندهار يو حاجي صاحب په لویو کاڼو ويشتلو ویل یې دغه د ابوجهل د قتل ځای دی، ورته ومې ویل: حاجي صاحب دلته یوازې د الله د نصرت ننداره وکړه او د شهیدانو روح ته دعا وکړه، دغه شیان کتابونو کې نشته.

ورپسې د دې ویاړلې معرکې د هغه ١٤ شهیدانو دعا ته ورغلو، د دوی نومونه په یوه لوحه لیکل شوي و.

د دې ځای له لیدلو وروسته د مدينې منورې په لور روان شولو، ډاکتر صاحب ویل: مولوي صاحب چې د حرم جمعې ته ورسېږو، له دې وروسته مو موټر د یوه بل موټر سره حادثه کړې وه، نور مې دغه صحنه یاد ته نه راځي، په حالت د کوما کې وم، د ملک فهد شفاخانه کې مې څلورمه شپه وه چې يو حاجي صاحب مې لاس نیولی و او ویل یې: څنګه یې؟

نه پوهېدم ورته ومې ویل: دغه کوم ځای دی؟

ویل یې مدينه منوره ده، لږ وروسته مې حواسو نور فعالیت هم وکړ، ملګرو د ټکر راته وویل: چې درسره ملګری ډاکتر صاحب اواښی یې شهیدان شوي، تاسو او د ډاکتر صاحب کورواله زخمیان
یاست!

د شفاخانې جامې مې پر تن او مختلف صحي الات راته بسته وه، اوږده زخمونه مو په تن جوړ وو، خدمت ته مې مولوي سعیدالله چې زموږ د امه زوی او ملګری دی چې اوس همدلته مدينه منوره کې کار کوي راورسید، دلته مو ان ١٢ شپې تېرې کړې، وروسته بیا له شفاخانې رابهر او له دوو شپو وروسته د مکې معظمې په لور روان شوو، هلته لومړی راسره ملګرو تر لاس نیولم او طواف مو هم په ویلچر ( بایسکل) کې کولو، وروسته ورو ورو د صحت لور ته تللم او د حج د مناسکو د اداء توفیق لوی رب
راکړ.

الله تعالی دې د ټولو حاجيانو حجونه قبول او د شهیدانو شهادتونه منظور کړي!

ضياءالحق حسان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button