
د بریالیتوب ورځ
هو هغه ورځ بیا راورسېده چې هېوادوال يې په ډېره مېنه او ویاړ سره نمانځي ځکه ددې ورځې ویاړ او برم په دې کې دي چې دنړۍ دزبرځواکونو مغرور سیاست يې دخاورو سره خاوری کړو نو ځکه ددې ميړنې او مجاهد ولس له پاره ديوې تاريخي کارنامې او بریا په توګه نمانځل کېږي. د واقعیت او حقیقت په توګه دمنولو ده چې تر دې مهاله دنړۍ هېڅ هېواد د افغان مجاهدينو په څېر سرښندنه نه ده کړي او هېڅ کله يې په تش لاس او ناچیزه امکاناتو دنړۍ دځواکمنو پوځي ځواکونو سره ډغره نه ده وهلي له دې کبله دافغانانو حق دي چې په خپلو سرښندنو وویاړي او د راتلونکي نسل لپاره د آزادۍ او خپلواکۍ میراث د امانت په توګه وروسپاري د اشغالګرو څخه دهېواد د خپلواکۍ ترلاسه کول دافغان مجاهدينو په لاس راپه ګوته کوي چې ناشونې به وي چې د هېواد هربچي د اسلامي امارت دمجاهدينو دسرښندنې او ميړنتوب څخه درس وانخلي ځکه د زبرځواکونو پروړاندې بې دريغه جګړه څه آسانه کار نه بریښده د ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مل جګړې په پوره پیمانه ناخوالي له ځانه سره درلودي خو بیا هم مجاهد اولس د خپلو ميړنو بچو په نذرانه کولو سره د نړۍ اشغالګرزبرځواګ ته داسې تاریخي ماتې ورکړه چې د تاریخ زرینې پاڼې به يې هېڅکله هېري نه کړ ي.