تاریخ او جغرافیهلیکنې

د برېتانوي انجنیر ډیوډ اډیسن وژنه !

۱۳۸۴/۶/۱۳ لمریز کال
زموږ دفراه ولایت یو له نوموتو، زړور او تقوا داره مجاهدینو څخه اتل شهید مولوی نیک محمدثابت رحمه الله و. چې په فراه ولایت کې د امریکایی اشغال په خلاف د روان جهاد له بنسټګرو څخه و.
شهید مولوی نېک محمد په خورا ستونزمنو حالاتو کې مجاهدینو ته ورښودل چې څه ډول دامریکايي ښکېلاک اوبړیڅو په خلاف يې وسله واله مبارزه روانه وساتی…
دثابت مولوي صاحب له کارنامو څخه دبرېتانوي تبعه ډیوډ اډیسن ژوندی نیول وو چې دهرات کندهار پرحلقوی سرک دفراه رود اړوند سیمه کې يې ترلنډې نښتې وروسته چې په کې یوتن مجاهد ( محمدرضا په نوم شهید شو) ټینک کړ او بیا یې دفراه رود ولسوالۍ اړوند د زېرکوه سیمې یوه غره ته انتقال کړ. ددښمن یوه لویه قوه د خارجی د ژغورلو لپاره سیمې ته ورسېده همدا شان ساحه، کشفي الوتکو تر مسلسل څارلاندې نیولي وه، آخرغلیم دومره ورته نږدې شو چې مجاهدینو نشوه کولای چې نیول شوی کس دکلاشینکوف په ډز ووژني نویې د چړې په مټ کارورخلاص کړ اوله پاسه يې ورخوشې کړ.
شهید مولوی نیک محمدصاحب څو ځله ژور زخمي شو، یوځل خو دومره سخت ژوبل شوچې دټولو ملګرو یې اميد ترې وخوت خو الله جل جلاله شفاورکړه اوبیا دجهاد میدان ته راستون شو.
شهید ثابت مولوي صاحب دمجاهدینو په زړونوکې خورا ستر ځای درلود اوپه پوره معنا يې اطاعت کېدی نو ځکه دفراه ولایت لپاره مرستیال والي وټاکل شو.
چې بالاخره دغلیم سره په مخامخ جګړه کې په ۲۰/۳/۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې په شهادت ورسېد اوپه خپله پلرنۍ هدیره بکواه ولسوالۍ د شاتوران کلي کې خاوروته وسپارل شو.
دشهید مولوی نیک محمد ثابت سره دسختو حالاتو او ورځو ډېرې خاطرې موپه ذهن کې پاتې دي. الله تعالی دې موږ دقیامت په ورځ په سپین مخ دتللیو ملګرو سره یوځای کړي. وماذالک علی الله بعزیز.

مولوی حیات الله مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *