راپورونه

د برېښنايي حکومتولۍ د رامنځته کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې

شریعت: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پروسې ساده کولو ریاست پرون له پوهنې وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د ولایتي ښاروالیو د انسجام له لوی ریاست سره د پروسې د ساده کولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې دغه ریاست په کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ ادارو کې کاري پروسې ساده او مستندې کړي او د پلي کېدو پروسې د څرنګوالي پر سر پرې هوکړه وشوه.

په همدې موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې رابلل شوې غونډې ته د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کاري پروسو د ساده کولو چاره د نظام او ولس تر منځ د واټن ختمولو او په مؤثره توګه د دولت د ستراتيژیکو پلانونو د پلي کېدا لپاره اړینه وبلله.

هغه وویل: «د اسانتیا د رامنځ ته کولو او دولتي ادارو کې د کاري وړتياوو زیاتوالی، د حکومت له کړنو د خلکو رضایت او دولت او ملت تر منځ د تعامل او همکارۍ پیاوړتیا په موخه د کاري پروسو ساده کول ډېر مهم دي».

نوموړي خواشیني څرګنده کړه، چې لا هم په ځینو ادارو کې بیروکراسي شته او د وخت نیوونکو او پېچلو پروسو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي، نو په کار ده، چې له دولتي ادارو بیروکراسي په بشپړ ډول ختمه، خلکو ته کاري پروسې اسانه، چټک او غوره خدمتونه ورته وړاندې شي.

دغه راز د چارو ادارې لوی ريیس مولوي نور الحق انور هم یاده چاره د دواړو لورو نظام او ولس په ګټه وبلله.

هغه اوسني نظام ته په اشارې وویل، ملت د داسې نظام څښتن دی چې د اسانۍ لارې ور ته برابروي او په خبره یې: «مخکې موږ د داسې نظامونو شاهدان وو چې په اداري پروسو کې به یې په لوی لاس اختلاس، سختۍ او زد خورد رامنځ ته کاوه».

مولوي انور په څرګندو ټکو وویل، اوس هم داسې ادارې شته چې په پروسه کې یې پېچلتیا ښکاري او زیاته یې کړه، چې په نوبتي شکل به د ټولو ادارو پروسې ساده او مستندې شي.

د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا دې غونډې ته وویل، چې اسلامي امارت د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او د روڼتیا راوستو په موخه د پېچلو پروسو ساده کولو ته لومړیتوب ورکړی او په وینا یې، «موږ به د دې موخې تر لاسه کولو لپاره هر اړخیزه هڅه وکړو».

د هغه په خبره، اسلامي امارت د ولس په مرسته او قربانۍ خپل هدف ته رسېدلی او اوس حکومت مکلف دی،چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي او په کارونو کې یې اسانتیا راولي.

بل لور ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني څرګنده کړه، چې په ټولو کاري پروسو کې د اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی او خلکو ته ډاډ ورکوي،چې د برېښنايي حکومتوالۍ د بنسټیز کېدو، پېچلو پروسو د اسنتیاوو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به هڅې نه دروي.

د یادولو وړ ده، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په هېواد کې د برېښنايي حکومتولۍ د ترویج لپاره د هڅو له پیلېدو خبر ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې له مخې به یې په ټولو ادارو کې پېچلې کاري پروسې ساده او اسانې کړي.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button