لیکنېمقالی اوتبصرې

د برېښنا ستونزه دې په دايمي توګه حل شي

د ساړه ژمي راتګ او د برېښنا کمښت، هغه ستونزې دي،چې افغانان په تېره بيا د پلازمېنې کابل او ګڼو نورو لويو او وړو ښارونو وګړي يو ځل بيا ورسره لاس او ګرېوان دي!
په افغانستان کې د ژمي له راتګه وړاندې هوا په بې سارې توګه سړه شوې،چې له امله یې کابل ښاریان او د ورڅېرمه ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له کمښته شکایت کوي. دوی وايي، په ۲۴ ساعتونو کې ۳ یا ۴ ساعته برېښنا لري.
د دوی په خبره، د کورونو د ګرمولو لپاره لرګي او سکاره را نیولی نشي او دولتي برېښنا یوازې دوه ساعته د ورځې او دوه یا هم ۳ ساعته د شپې لخوا راځي چې دوی یې په تګ او راتګ خبرېږي هم نه.
په هداسې حال کې د برېښنا لوړ بېلونه نه يوازې د خندا وړ دي، بلکې د ډېرو اندېښنو وړ هم دي. خلک وايي: «د بیلونو وخت چې شي، ښه ډبل ډبل بیلونه را روان وي، خو اوس وګوره په دې ژمي کې په دې یخ کې موږ برق نه لرو، يو من لرګي په سل افغانۍ دي، سکاره هم نشو اخیستلی، خو چې برق وي سړی به برقي بخارۍ ولګوي…»
په ټول کابل او ورڅېرمه ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه ده چې خلک یې له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.
د دې ستونزې د حل لپاره هلې ځلې هم ښې روانې دي، خو د دې حل اوږدمهاله کار او پلانونه غواړي. د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال څه موده مخکې، په کابل کې یوه خصوصي شرکت ته د شبرغان ښار – الوان دښتې د لین وصل او د الوان دښتې د سبسټېشن د پراختیا چارې په قرارداد ورکړې او دا هغه پروژه وه چې د تېر جمهوري نظام له لوري یې قراردادي شرکت ته تر ۲۰۲۱م کال پورې د پای ته رسولو وخت ورکړل شوی و.
د اسلامي امارت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په همدې موخه جوړې شوې خبرې غونډې ته وویل چې د یاد سبسټېشن له پراختیا سره د وارداتي برېښنا لګښت کم او د کابل په ګډون به ګڼو نورو ولایتونو ته د برېښنا لېږد اسانه کړي.
افغانستان اوس له خپلو شمالي ګاونډیو هېوادونو تاجيکستان، ازبيکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا ترلاسه کوي چې هرکال یې په بدل کې میلیونونه ډالر ورکوي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اوس یوازې ۲۰سلنه برېښنا په هېواد کې له داخلي سرچینو پوره کوي چې څه ناڅه ۱۹۱ میګاواټه کېږي او پاتې ۸۰ سلنه یې چې ۷۱۸.۵ میګاواټه کېږي له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.
د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي څه موده وړاندي ويلي وو چې په کابل ښار او ورڅېرمه ولایتونو کې د برېښنا د کمښت تازه ستونزه په ازبيکستان کې د یوې تخینکي ستونزې له امله ده چې ډېر ژر به حل او برېښنا د کمښت ستونزه حل شي: «دا مشکل داخلي نه دی، موږ چې له ازبيکستان څخه کوم برق اخیستی، په هغې کې همالته مشکل پیدا شوی، مقابل لوري ډاډ راکړی چې ستونزه به ژر حل کړي.»
دا چې د وارېدېدونکې برېښنا ډېره برخه وارداتي ده چې څه باندې پنځوس سلنه یې ازبيکستان ورکوي.
په دغه هېواد کې هم ستونزه پېښه شوې، خو چارواکي ورسره غږېدلي دي. د برېښنا شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه شرکت اجرائیوي رییس ملا محمد حنیف حمزه تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبيکستان د برېښنا له وزیر میرزا محمدوف جورابیک او د برېښنا ملي شرکت نیګو له ريیس دادا جان ایساکولوف سره د برېښنا کچې ډېرېدو، د برېښنا تعرفې ټیټېدو، د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د ویزې ستونزو د حل او د سرخان پلخمري برېښنا پروژې په اړه ورسره غږېدلی دی.
د تړون له مخې ازبيکستان باید افغانستان ته ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا ورکړي خو د برېښنا کچه له دې نه کمه ده او ازبيک چارواکي یې لامل تخنیکي ستونزې یادوي. ګومان دی چې هر کال په ژمي کې په صادرونکو هېوادونو کې برېښنا ته د اړتیا د ډېرېدو له امله پر افغانستان د برېښنا کچه کمېږي. خو د ازبيکستان د انرژۍ وزیر ورغلي افغان پلاوي ته ویلي چې د تخینکي ستونزو له امله د برېښنا پرچاوۍ رامنځ ته کېږي او دوی د درېیو دستګاوو د تخنیکي ستونزو پر هوارولو په چټکۍ کار کوي.
ښاغلي جورابیک ژمنه کړې چې د تخنیکي ستونزو له هوارېدو وروسته به له تړون سره سم افغانستان ته برېښنا ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر افغانان د برېښنا له پرچاویو سرټکوي او وايي چې په دې سړه هوا کې یې له ستونزو سره مخامخ کړي.
د برېښنا د پرچاوۍ ترڅنګ د برېښنا لوړ بېلونه هغه څه دي چې ډېر خلک یې د ورکړې توان نه لري. ځینې وايي له یو خوا ناوړه اقتصادي حالت او له بله پلوه د برېښنا لوړو بیلونو حیران کړي دي.
خبرونه وايي چې تاشکند ته د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیوي رييس په مشرۍ ورغلي پلاوي د ازبيکستان له چارواکو نه د برېښنا د تعرفې د ټېټولو غوښتنه هم کړې،خو ازبيکستاني لوري ویلي چې دوی هم له ګاونډیو هېوادونو نه په لوړه بیه برېښنا پېري چې تعرفه یې د تېر پرتله لوړه شوې ده.
د برېښنا د برخې کارپوهان وایي چارواکي باید د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې طبعي زېرمو ته په کتو د برېښنا د تولید کوچنۍ، د منځنۍ کچې او لویې فابریکې جوړې کړي.
د یادونې ده چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په تازه غونډه کې په هرات ولایت کې د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د برېښنا بېلا بېلې پروژې ومنل شوې. د اقتصادي معاونیت لخوا په دې اړه خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به له ترکمنستانه ۱۲۰ کیلو ولټ برېښنا هرات ولایت سره وصل شي.
کارپوهان تل په دې ټينګار کوي چې افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې پراخې سرچینې لري چې کولای شي په پریمانه کچه برېښنا تولید کړي.
روانې اوبه، د ډبرو سکاره، بادونه او هر کال اته میاشتې لمر هغه سرچینې بلل کېږي چې د کارپوهانو په باور په افغانستان کې ورڅخه په لوړه کچه برېښنا تولیدېدای شي. دې ته په کتو یره باید د افغانستان د دايمي برېښنا لپاره ګړندي کار وشي او دا ستونزه د تل لپاره حل کړل شي.

حمزه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *