افغانستان

د برېښنا پر تولید د پانګوني هوکړه لیک لاس لیک شو

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون د اس. کا. ام هواسلیک انونیوم شرکت د مدیره پلاوي له رئيس دوکتور عباس رسول زاده فرساد سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ، لېږد او وېش په برخه کې د پانګونې په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د ياد هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو په برخه کې د دغه شرکت د پانګونې له لېوالتیا څخه د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤلینو هم د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *