
د بزګرانو ملاتړ او هڅونې ته دې پاملرنه وشي
د افغانستان اتیا سلنه خلک په کرنیزو چارو بوخت دي، خو د اوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو د کموالي له امله تردې دمه نه دي توانیدلي چې دغلو دانو له پلوه افغانستان پر ځان بسیا شي، نو په کارده چې د دغه بهیر ودې اوپراختیا ته ډېره پاملرنه وشي ځکه په هېواد کې د کرنې او بڼوالۍ بهیر پراختیا لومړیتوب دی او د افغانستان اسلامي امارت د مسئولو ارګانونو له لوري دې په مرکز او ولایتونو کې بڼوالو او بزگرانو ته د هراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د ډول ډول میوه لرونکو نیالګیو، اصلاح شویو تخمونو او کيمیاوي سرو مرستې وشي چې له امله یې دوی له خپلې کرکېلې پرېمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي او په مناسبو وختونو کې بهرنیو هېوادونو ته هم صادرې کړي،چې دا کار به په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پرېږدي، بناً د افغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې په ټولوبزګرانو اصلاح شوي تخمونه، کېمیاوي سرې اولازم وسایل ووېشل شي، ځکه له هغې سره هر رازمرسته د دې سبب کېږي چې په ټولیزه توګه د هېواد کرنیز سکتور وده وکړي.
همدا شان اړینه ده چې د اسلامي امارت اړوند مسوول ارګانونه د بزګرانو د ملاتړ او هڅونې په موخه لاندې ټکي هم په نظر کې ونیسي:
– د کرنيــزو محصولاتو د پرمختګ او بــازار موندنې لپاره تراوسه چې ترکومې کچې پورې څه کارونه ترسره شوې، بسنه نه کوي باید په دې برخه کې لا ډیر کارونه ترسره شي.
– د کرنې په برخه کې لومړيتــوب هم بايد دا وي چــې د هيواد بزګرانــو ته اصلاح شــوي تخمونه او کیمیاوي سرې په مناسبو وختونو کې ورکــړل شي او په دې برخه کې عملي ګامونه د هېواد په کچه پورته شي.
– لــه بزګرانو څخه باید د دوی محصولات په مناســبه بيه وپېرل شي او بېرته یې د اړتيا په صورت کې پر خپلو خلکو او بزګرانو په ارزانه بيه وپلوري.
– د هیواد په مرکز او ولایتونو کې کروندګرته باید له اړتیاوو سره سم معيــاري ســړې خونې جوړې شي.
– د کرنیزمحصــولاتو پروســس او د هغــو بســته بنــدي کولــو تــه باید زمينــه برابــره شي، ترڅــو ښــه بــازار ورتــه پيــدا شي او همدارنګــه لازمه ده چې د هېــواد بزګرانــو تــه پــه مختلفــو برخــو کې روزنــه هم ورکــړل شي.
– د کرنیزسکتور د ودې، کروندګرو ملاتړ او دوی ته په مختلفو برخوکې د لازموآسانتیاوو په برابرولو کې باید ډیره پاملرنه وشي.
شاه محمود درویش