مقالی اوتبصرې

د بشر حقونه او د غزې لوږه!

نړۍ کې د ژویو خوندي پاتې کېدا او ساتنې لپاره هم تنظیمونه او ادارې شته، هغوی شپه او ورځ په دې هڅه او هاند کې وي، څو هغوی ژوندي او خوندي پاتې شي. سره له دې چې د ګواښ او خطر پېښولو، له امله د ځينو ژویو ختمېدل په کار دي، همداشان بعضې حلال حیوانات چې د شرعې له مخې یې اجازه وي کوم مصلحت نه وي په کې، په سمه شرعي طریقه د هغو ښکار په کار دی. د حيواناتو د ساتلو، ژغورلو، خوندي پاتې کېدا لپاره ډېرې ادارې او تنظیمونه کار کوي. ولې له بده مرغه مسلمانان له دې حقوقو بې برخې دي، یعنې نور انسانان چې کوم حقوق لري، مسلمانان یې نه لري.
له ۱۹۴۸ز راهیسې په فلسطین کې جنګ دی، داسې جنګ چې هغه یهودو ته حق ورکوي، دلته لوی اسرائيل جوړ کړي، سره له دې چې یهودیان دلته د هستوګنې او دولت جوړولو حق هم نه لري، ځکه دوی له موسی علیه السلام سره جهاد او د دې سیمې له فتح کولو کلک انکار وکړ؛ خو ۱۹۴۸ز کې یې د لویو سترو دولتونو په ملاتړ د حکومت تیږه کېښوده، ورو ورو یې هغه ته په پوره بدمعاشۍ وسعت ورکړ، له عربو واکمنو یې خاورې لاندې کړې او فلسطین یې په برخو برخو ووېشه!
د ۱۹۸۰ز کال په لسیزه کې د حماس غورځنګ جوړ شو، هغوی (د غورځنګ غړیو) کوښښ وکړ او له نړیوالو اصولو سره یې په غزه کې حکومت جوړ کړ، خو بیا هم یهودیانو (صهیونسټانو) هر وخت د ټول فلسطین د هرې سیمې هستوګن شهیدانول، ټپيانول او بندیانول،خو عربي واکمنو په دې غوږونه نه ګرول (حتی اوس هم چوپ او غلي دي) بلکې ځينې د تېر په څېر له صهیونسټانو سره سوداګري او تجارت لري. د ترکیې او اُردن هېوادونو تازه ترکاري د اسرائيلو په بازارونو کې خرڅېږي!!
د اکتوبر له ۷مې له طوفان الاقصی را په دې خوا صهیونسټانو ځمکني او هوايي یرغلونه پيل کړل، ولې په ځای د دې چې لوی هېوادونه د دې غندنه وکړي، د امریکا په ګډون ډېرو د صهیونسټانو ملاتړ وکړ او د ډېرو لوړپوړي چارواکي راغلل، له اسرائيلو سره یې غمرازي وکړه او د مرستو او همکاریو وعده یې ورسره وکړه. د غزې مسلمانان ښځې او سړي، سپينږیري او ماشومان؛ بشري حقوق نه لري؛ ځکه امریکا، صهیونسټانو او نورو له دوی څخه هغه (بشري حقونه) اخیستي او د هغوی په قاموس کې دوی ترهګر دي، څوک چې ترهګر وي، په هغوی د هېچا رحم هم نه راځي!!
هو! نه يوازې د غزې بلکې د ټول فلسطین وګړي ترهګر دي؛ ځکه د خپلې خاورې لپاره په جهاد بوخت دي، همداشان د عقیدې او اسلام لپاره په غزا مصروف دي، شهید عبدالله عزام به ویل، که له دین څخه دفاع ترهګري وي، نو موږ ترهګر یو او که له اسلامي خاورې څخه دفاع ترورېزم وي، نو موږ تروریستان یو. امام شافعي رحمه الله به ویل: که له اهل بیتو سره مینه او محبت رافضیت (شیعه توب) وي، نو ثقلان (انسانان او پېریان) دې ګواه وي چې زه شیعه یم. (بیهقي ج:۲ ، ص: ۷۱ او ابن عساکر ج: ۵، ص: ۳۱۷ ـ ۳۱۸)
که له خپلې خاورې دفاع کول ترهګري وي، بیا د اوکراین واکمن ولادمیر زیلنسکي هم د خپل هېواد لپاره جنګېږي او اوکراین خپل هېواد بولي، نو د نوموړي مبارزه ترهګري ده او نور ټول لوېدیځ یې هم په ښکاره ملاتړ کوي. همداراز ولادمیر پوټين هم دعوی لري او په اوکراین یې د دې لپاره برید کړی چې زیلنسکي یې حکم نه مانه، پوټين حق لري د پاچا زیلنسکي خلاف وجنګېږي. د دوو لویانو سره جنګ دی، عام خلک په دې کې وژل کېږي، نو دواړه ترهګر او ظالمان دي!
اصل موضوع د ټول فلسطین او په ځانګړي د غزې لوږې ده، هلته هر څه صهیونسټانو وران ویجاړ کړي ، ټولې لارې یې ورباندې تړلې او خوراکي توکي یې ورباندې بند کړي دي، هېڅ نه ورپرېښودل کېږي! غزه کې ماشومان له لوږې شهیدانېږي، ولې يې د نړۍ مدني فعالان سیل کوي، هغوی خو صهیونسټانو ته هېڅ هم نه شي ویلی، امریکا او ملګرو ته یې سپڼ هم نه شي کولی، حیوانات حقوق لري (ګټور/غیرمضر یې اسلام کې هم لري) د هغو فعالین په یوه حیوان ډېر خپه کېږي، اما د غزې په ماشومانو هیڅ نه خپه کېږي. په هغه لویه ورځ به بهانې او پلمې نه چلېږي. د نړۍ په مخ لومړني وګړي دي، چې ۱۹۴۸ز کال راهیسې له لوی شیطان سره یې جهاد پیل کړی. مرګ په خوښۍ ورځي. د مکې مکرمې مشرکانو په رسول الله ص او په ملګرو هر اړخيز بندیزونه لګولي وو، همدا رنګه ټولو کفارو او ډارنو مسلمانو واکمنو د غزې په اوسېدونکو اونورو مسلمانو وګړیو بندېزونه لګولی!!

محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *