افغانستاناقتصاد او رغونه

د بغلان احصایې ریاست۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د بغلان د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپه دی خوا یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له درکه څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د بغلان د احصایې او معلوماتو رئیس مولوي ګل رحمن رحماني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدیخوا یې ۶۵ زره ۷۹ پېژندپاڼې وېشلي او د ۷۰ زره ۳۶۴ پېژندپاڼو کارونه یې بشپړ کړي، چې ۲۲ میلیونه، ۱۹۰ زره ۲۸۰ افغانۍ عواید ترې راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
رحماني زیاته کړه چې د ټول ولایت په کچه د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش دوه مرکزونه لري او د ۶۲ کارکوونکو پر مټ هره ورځ ۴۵۰ تنه بایومیتریک او ۴۵۰ تنو ته پېژندپاڼې وېشل کېږې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *