افغانستان

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ۱۳ ښوونیزو بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ځوانانو آمریت ځوانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له ۱۳ تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د یاد ولایت د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وايي،

چې یاد تړون له یوه پوهنتون، د لوړو زده کړو له ۲ مؤسسو، ۳ انسټیټیوتونو او ۷ ښوونیزو کورسونو سره لاسلیک شوي دي.
ښاغلی عبدالرحمن وایي چې ډېر ژر به یادو تحصیلي او ښوونیزو بنسټون ته ځوانان د زده کړو په موخه وروپېژني.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې تړون له مخې به هغه ځوانان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په خصوصي برخه کې د زده کړو د مخته وړلو مالي امکانات نه لري، په تخفیف سره ورپيژني څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
استاد مهاجر محمدي د توانا علمي اکاډمۍ مسؤل او جاوېد واحدي د البیروني د معاصرو زده کړو مسوول وویل، چې شویو هوکړو ته ژمن دي او هغو ځوانانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
شفیع الله رحیمي او نصرالله د بغلان دوه اوسېدونکي چې د دې اقدام هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي چې په خصوصي تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو کې د زده کړو کولو هڅې کوي، خو له بېوزلۍ سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *