افغانستان

د بغلان د نفتو په عوایدو کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی

د بغلان د اوبلن ګازو او نفتي توکو اداره وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۱۴ سلنه زیات عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د بغلان د اوبلن ګازو او نفتي توکو ادارې آمر عبدالله خادم وايي، چې د ۱۴۰۲ کال له پیله د همدې کال تر سلواغې میاشتې پورې دغې ادارې ۲۰ میلیونه ۲۲۴ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۱ کال کې یې ۱۹ میلیونه او ۹۶۵ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي و. خادم زیاته کړه، چې ډېر شوي عواید ۲ میلیونه او ۲۵۹ زره افغانۍ دي، چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button