
افغانستان
د بغلان ولایتي روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د بغلان د ولایتي روغتون د بیا رغونې او رنګولو چارې د یو میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو،د بغلان د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو د برخې مسوول عبدالله ملنګ د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت کې د ولایتي روغتون د بیارغولو او رنګولو چارې د ICRC موسسې په مالي ملاتړ بشپړ شوې دي.د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د یادې پروژې د پرانیستلو پرمهال د ښو روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم د یادې سیمې ناروغان له ستونزو سره مخ وو.