ادبشعرونه

د بغلان ویر ته!

ګل رحمن رحماني

د ښایستونو ترجمانه له نظره شولې

څپو اخیستی یې بغلانه له نظره شولې

ستا د غرور دنګه شمله خو تر اسمان رسېده

خاورو کې پرېوتې ارمانه له نظره شولې

په پسرلي، په منظرو دې ټکه پرېوتله

د ګل قومونو ګلستانه به نظره شولې

د خونړیو څپو غېږ کې دې بې وسه وینم

ګیله مې کېږي له بارانه له نظره شولې

غم دې بې شمېره مهربانه زړونه و دردول

فریاد دې جګ شو تر اسمانه نظره شولې

درنه روان دي سېلابونو کې لمن ګلونه

تڼۍ دې لوېږي له ګرېوانه له نظره شولې

د مخ خالونه دې لایق د تورو خاورو نه وو

د رحماني زړه او جانانه له نظره شولې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button