بېلابېلې لیکنېلیکنې

د بــريا پنځه عمـده اســباب

موږ مسلمانان تل ددې هڅه کوو چی پر دښمن بريا ترلاسه کړو، مګر د بریا اسباب مو په کار نه دي اچولي حال داچې دهر مشکل څخه د خلاصون لپاره لومړی دحل لاره لټول ضروري ده، کله چې څوک یوې کلا ته دداخليدو اراده وکړي؛ ددیوال له لارې نشي کولای چې داخل شي او ددروازې له لارې بیا کولای شي.
یوحکیم چیري په لاره روان و، يو بل تن يې وليد چې په پڅ تبر ونه وهي، حکیم ورته وویل: «لومړی يوځل تبر تېره کړه او بیا ونه ورباندې ووهه!» هغه ورته وویل: چی زه دتبر په تېره کیدو خپل وخت نه ضایعه کوم. حکیم ورته وویل:«چې له اسبابو پرته دزور له لارې کار کول؛ همدا د وخت ضیاع ده!»
راځم خپل مطلب ته: په نظامي جګړه کې پر دښمن دبريا لپاره پنځه عمده سببونه دي:
١_ کله چې مجاهدین له دښمن سره مخ کیږي؛ نو له الله تعالی څخه به دعافیت سوال کوي يعني يا الله! موږ ددښمن له ضرر څخه وژغوره!
٢_کله چې له دښمن سره مخ شي؛ نو دجنګ په میدان کې به په زخم، شهادت او دجنګ په سختيو باندې صبر کوي.
٣_له دښمن سره په جنګ کولوکې به یې په ثواب پوره باور وي.
٤_دښمن ته به نږدې ورځي.
٥_ ددښمن پر وړاندې به ښه تجهیز اوتیاری کوي دسلاح، جراحي اسبابو، نقلیه وسايطو اوداسي نور….
رسول الله(ص)فرمايي: ژباړه:ای خلکو! له دښمن سره دمخامخ کیدو خواهش مه لرئ او له الله څخه دعافیت غوښتنه کوئ خو چي کله له دښمن سره مخ شئ؛ نوصبر کوئ اوپوه شئ چې جنت دتورو تر سایو لاندې دی[متفق علیه] مأخذ: [نزهة المتقین شرح ریاض الصالحین]

مفتي عادل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close