افغانستان

د بلخ لپاره د علماوو شورا تشکيل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر اساس د نورو ولایتونو ترڅنګ د بلخ ولایت لپاره هم د مولوي نورمحمد په مشرۍ د علماوو شورا رامنځته شوه.
په همدې موخه د بلخ سرپرست والي محمدیوسف وفا د بلخ ولایت مقام کې د دې شورا د مشرتابه، شورا د غړو او یو شمېر نورو دیني عالمانو لومړنۍ ناسته وکړه.
په پيل کي د بلخ ولایت مقام د دفتر رئیس د دې ولایت د علماوو شورا په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله حکم ولوست.
ورپسې د بلخ سرپرست والي محمدیوسف وفا د دې ولایت د علماوو شورا مشرتابه، غړو او نورو راغلو دیني عالمانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويې ویل، چې دا شورا د ولس د ستونزو لرې کولو او د ولس د غږ اورېدلو په برخه کې خورا مهم ارګان دی او دغه راز د ولس او دولتي ارګانونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو په موخه تر ټولو غوره آدرس دی، چې باید د شورا مشرتابه او ټول غړي په یادو برخو کي پوره پاملرنه وکړي او ورسپارل شوي مسوولیتونه په ښه ډول مخته یوسي.
نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو د تطبیق په اړه وویل، چې د بلخ د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسوولین او دغه راز دیني عالمان مکلف دي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله احکام پر ځان تطبیق او تر نورو پورې یې ورسوي.
د ناستي په وروستیو کې نوموړي د علماوو شورا د مشرتابه او غړو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو هر وخت د ولایتي ادارې سره د ښې حکومتولۍ په برخه کې مشورې شریکې کړي او هم یې ټولو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *