
د بلغاریا غمیزه؛ د اجسادو په رالېږد کې لوی خنډ نړیوال بندېزونه وو
په بهرنیو چارو وزارت کې پرون د هغو (۱۸) تنو هیوادوالو، چې د روان کال د فبروري په ۱۷مه نېټه یې د بلغاریا پلازمینه صوفیا کې اروپا ته پر لار په یوه کانټینر کې د تنفسي کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی و، د کورنیو د غړو لپاره د تعزیت، تسلیت او فاتحې د مراسمو د اداء په موخه د یاد وزارت د رهبرۍله لوري غونډه ترسره شوه.
په دغه تعزیتي غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر د شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه او دالله عزوجل څخه یې هغوی ته د صبر، زغم، حوصلې او نعم البدل دعاء وکړه، دغه راز یې ډاډ ورکړ چې حکومت به یې ملاتړی او همکار وي.
همدا راز مولوي امیرخان متقي د شهیدانو د کورنیو له غړو سره د اجسادو د رانقلولو د پروسې پر مهال موجودې هغه ستونزې شریکې کړې چې د نړیوالو ظالمانه بندیزونو له کبله رامنځته شوې وې او دغه بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی و.
د بهرنیو چارو وزیر وویل: موږ د جسدونو د نقل لپاره ځانګړې الوتکه چمتو کړه اجازه ورنه کړل شوه، دوه ځله هغه روپۍ چې د جسدونو د راوړلو مصارف کېدل مستردې شوې.
هغه وویل؛ دغه بشري موضوع کې د افغانانو پر وړاندي د نړیوالو غیر عادلانه تګلارې دا پروسه تر دریو میاشتو پورې وځنډوله.
د بهرنیو چارو وزیر په دغو مراسمو کې د وینا په یوه برخه کې په نړیوالو غږ وکړ چې بندیزونه لیري کړي تر څو افغانان وکولای شي چې په کور دننه او بهر خپلو اړتیاوو ته لاسرسۍ ولري.