مقالی اوتبصرې

د بندونو جوړول او د اوبو مهارول یو لومړیتوب دی

افغانستان د ټولومیشتو ورونو قومونو گډ کوردی او دغه جگړه ځپلی هېواد چې د تیرو کابو څه باندې څلورنیمولسیزو په لړ کې د پردیو له لورې د تپل شوې جگړې په ترڅ کې په بېلابېلو برخوکې سخت زیانمن شویدی، نونن سبا یې د آبادولو، رغولو، سمسورتیا او ښیرازۍ په برخه کې هر هېوادوال ځانگړی مسوولیت لري او ددې ترڅنگ اسلامي امارت هم په مختلفو برخوکې لومړیتوبونو ته په بشپړ دقت او ځانګړې پاملرنې سره لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال پروگرامونه ترلاس لاندې لري، ترهغه چې په ټول هېواد کې په انډولیزه توگه په هراړخیز ډول پراختیایي، رغنیزې او بنسټیزې پروژې طرحه، او عملآ یې پلې کړي.
هیره دې نه وي چې اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د مسوولو ارګانونو له خوا دهېواد په بیلابیلو برخو کې د ډول ډول پروژو د پلې کیدو ترڅنگ د بهانده او څپانده سیندونو د اوبو د کنټرول په موخه د بندونو جوړولو او رغولو چاروته هم پاملرنه ور اوښتې ده او په دې موخه ډېری کوښښ دادی چې په هېواد کې دننه د شته سیندونو اوبه په ښه توګه مهار او د هېوادوالو دښې ګټې اخستیني وړ وګرځي، په هېواد کې د اوبو بندونو دجوړولو او رغاولوچارو په لړ کې په دې وروستیوکې دميدان وردګو په نرخ،چک، ســيدآباد، جغتــو او جلريــزولســواليو کــې د۳۰ ميليونــه افغانيــو پــه ارزښــت دپنځوذخـیـروي بندونــو دجوړولــوچــارې هم دميدان وردګــو دوالي، دکابــل ســينديزې حــوزې دعمومــي رئیس او ديو شــمېرنــورو ســيمه ييزو مســؤلينوپه شــتون کې پيل شــویدي.
دغه ذخیروي بندونه دځمکې لاندې اوبودتغذيـې پـه موخــه جوړېــږي او پـه جوړېــدو سره بــه يــې ۲۲ زره مـتـره مکعبــه اوبــه ذخـیـره شي.
هېره دې نه وي چې ددغــوپــروژو چــارې داســلامي امــارت پــه مــالي لګښــت دميــدان وردګــوولايــت پــه نومــوړو ولســواليو کــې پــلي کېــږي.
دا ډیره اړینه ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دشته بهانده او څپانده سیندونو اوبه باید په منظم ډول مهار او په ښه توګه مدیریت شي او په ټوله کې د هېواد له اوبو څخه دې لازمه ګټه واخیستل شي، افغانستان چې کرنیز هېواد دی د زراعتي ځمکو په منظم ډول د خړوبولو په برخه کې دې هم ترینه ښه او لازمه ګټه پورته شي.
دې ټکي ته موباید پام وي چې دهېواد په څپانده سیندونو د بندونو جوړول سره له دې چې د زراعتي ځمکو په منظم ډول د خړوبولو په برخه کې ترینه لازمه ګټه اخیستل کېږي، ترڅنګ یې د هېواد په کچه برېښنایي ستونزې هم له منځه وړي او همدارنګه د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې خورا مهم ارزښت لري.
د اوبوبندونو رغاول، جوړول چې د شاړوځمکو په خړوبولو او د کرکېلې په وده کې مثبت اغیز لري، ترڅنګ یې د برېښنا د تولید په برخه کې هم بنسټیز رول لري او په ټوله کې د برېښنا څخه د استفادې په موخه د پروژو تطبیق هم هغه څه دي چې له یوې خوا په کور دننه مونږ د اړتیا وړ برېښنا ترلاسه کولی شو او ترڅنگ یې د ښه مدیریت په لړکې کولای شو چې په راتلونکي کې خپله اضافی برېښنا حتی نوروهېوادونو ته هم صادره کړو، اړینه برېښي چې د برېښنا پرتولید هم باید ډېره پانګونه وشي ترڅو له بهره پر وارداتي برېښنا د اسلامي امارت اتکا کمه شي او په هېواد کې دننه د برېښنایي بندونو په جوړولو، رغاولو او ګټې اخیستنې سره به د اړتیا وړ برېښنا په هېواد کې دننه تولید او د دولتي ادارو او خصوصي بنسټونو ترڅنګ به، هېوادوالو دلازمې استفادې وړ وګرځي، همداشان د بندونو په جوړیدوسره به زرګونه هکټاره ځمکې هم خړوبې او کرکېلې ته به آماده شي، نو دمگړۍ چې د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو او رغاولو د پروژو دپلې کېدو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو کوښښونه او هڅې دقدر وړ دي، پاک الله (ج) دې دوئ ته لاهم ددې توان او همت ورکړي چې په ټول هېواد کې د هېوادوالو دلومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د دوئ دهراړخیزو ستونزو دحل په موخه بېلابېلي پروژې دهېواد په گوټ گوټ کې پلې کړي، ترڅو په بشپړیدو سره یې د هېوادوالوستونزې حل او په ټولیزه توگه دهېواد ملي اقتصاد پیاوړی شي او په ټوله کې اغیزمنې او مثبتې پایلې پرځای پریږدي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *